اسلام آباد۔14مئی(اے پی پی) د قانون ٬انصاف او پارليماني چارو وفاقي وزير اعظم نذیر تا??ړ وئيلي دي د چمن، فاټا او پاټا وضعې څخه حكومت ښه خبر دے ٬ په دې اړه به د غړو د ګټورو وړاندېزونو د زړه له كومي هركلے كولے شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سني اتحاد كونسل غړي اسد قېصر د اعتراض په ځواب كښې وفاقي وزير اعظم نذیر تا??ړ ووئيل تېره ورځ د مخالفې ډلې مشر ښكاره خبرې وكړې٬ هغه بايد ځواب هم په تحمل سره اورېدلے ؤ ٬ د جمهوريت ښكلا په دې كښې ده چې يو بل په دليل او منطق قائل كړې شي٬ اولس مونږ دلته قانون سازۍ او خپلو مسئلو حل كولو له رالېږلې يؤ٬ دلته كتابونه څيرې كولو او چغې سورې وهلو سره مسئلې نه حل كيږي٬ كه څو د ګرانۍ خبره كوي نو د دغې حل دې هم رامخې ته كړي۔ ده ووئيل د 21 م ترميم څخه وروستو فاټا او پاټا ته استثنی وركړې شوه٬ وزيراعظم دې معاملې څخه خبر دے ٬ مونږ دا ګڼو چې د فاټا او پاټا اولس تر څو لسيزو د ترهګرۍ په ضد جنګ وكړو۔ ټولو صوبو د اېن اېف سي خپلې برخې نه يو يو فيصد قرباني وركړه كومه چې د خېبر پښتونخوا حكومت ته وركړې شوه۔ و دغه رقم په ځپليو سيمو مصرف نه كړے شو٬ ده ووئېل دغه معامله د سېنېټ په كمېټۍ كښې هم پرته ده په دې اړه چې كوم وړاندېزونه راشي حكومت به ئۍ د زړه له كومي هركلے كوي۔ دې څخه وړاندې د اعتراض په نكته د سني اتحاد كونسل غړي اسد قېصر ووئيل په فاټا او پاټا كښې د ټېكسونو په اړه مونږ د پام ګرځونې نوټس جمع كړے٬ فاټا او پاټا څخه حكومت ته د 70 اربه روپو آمدن تر لاسه كيږي خو د دغې په مقابل كښې پرمختيائي كارونه نه كيږي٬ كه دغلته ټېكسونه ولګولې شي نو اولس به مايوسه شي او بې روزګاري به زي??ته شي ٬ ده ووئېل په دې معامله دې خاص كمېټي جوړه كړې شي۔ په خېبر پښتونخوا كښې 18 ٬ 18 ساعته لوډشېډنګ كيږي ٬ د خېبر پښتونخوا حكومت د غلو په نيولو كښې د مرستې عزم كړے۔ سپیکر ووئيل د خزانې وزير سره دې زما ملاقات وكړے شي دغسې چې په ګډه دا ??سئله حل كړې شي۔ ده ووئيل د برېښنا په غلا چې تر كومې قابو موندلے شوے نه وي نو زي??ته شوې ګردشي قرضه به ټول نظام لپاره خطر ګرځي۔ ده ووئيل قاچاق معيشت لپاره غټ خطر لري ٬ د قاچاق مخنيوي له نوے نظام لاګو كولے شي۔ ده ووئيل د هېواد ګټې له به ځينې كارونه كول وي۔ د ??من پولې صورتحال ښه كولو له به حكومت په بشري بنيادونو هڅه كوي
د چمن، فاټا او پاټا وضعې څخه حكومت ښه خبر دے ٬ په دې اړه به د غړو د ګتورو وړاندېزونو د زړه له كومي هركلے كولے شي٬ د اعظم نذير تارړ په قامي اسمبلۍ كښې ځواب
Steampunk Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados