تهران 22 مئي (اے پي پي) وزيرا??ظم محمد شهباز شريف د ايران ارواښاد صدر ډاکټر سيد ابراهيم رئيسي، خارجه وزير حسېن امير ع??د اللهيان او د ھغوي د ملګرو كوم چې د مئي په 19مه نيټه كال 2024 كښې د چورلكې په پېښه كښې په حق رسېدلې لپاره په راجوړه كړې يادګاري دستوره كښې ګډون كړے٬ وزيرا??ظم د ارواښاد صدر د ايران پرمختګ٬ سوكالۍ٬ د پاك ايران اړيكو ودې لپاره خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د وزيرا??ظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د دستورې په مهال وزيرا??ظم ھغه هال ته هم لاړو چرته چې د ارواښاد ابراهيم ريئسي مړے اېښودے شوے ٶ٬ وزيرا??ظم د ارواښاد لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه۔ وزيرا??ظم د ارواښاد صدر د ايران پرمختګ٬ سوكالۍ٬ د پاك ايران اړيكو ودې لپاره خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ دغسې وزيرا??ظم محمد شهباز شريف د ايران لنډ مهاله صدر ډاکټر محمد مخبر سره د پاکستان حکومت او اولس لخوا غمرازي ښكاره وكړه۔ په دې موقع وزيرا??ظم ووئيل د پاکستان حکومت او اولس د صدر ډاکټر سيد ابراهيم ريئسي او د خارجه وزير حسېن امير ع??داللهيان او نورو ملګرو د شهادت په خبر دړدېدلي٬ مونږ د غم په دې ګهړۍ كښې غمژنو كورنيو او د ايران اولس سره د غمرازۍ څرګندونه كوٶ۔ وزيرا??ظم ووئيل زمونږ ټولې همدردۍ د شهدايانو كورنيو او د ايران اولس سره دي٬ ټول پاکستانے قام په دې سخت وخت كښې د ايران خپلو وروڼو سره ولاړ دے۔ وزيرا??ظم ووئيل صدر ريئسي د پاكستان عظيم دوست ٶ ٬ د هغوي تېره مياشت د پاكستان دورې په مهال اولس سره تېرې كړې لمحې به ت?? ياد ساتلې شي ۔ وزيرا??ظم د ايران لنډ مهاله صدر ډاکټر محمد مخبر لپاره هم د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيرا??ظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، داخله وزير سيد محسن نقوي، د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ع??اء الله تارړ او د وزيرا??ظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيرا??ظم سره ملګري وو۔
وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران ارواښاد صدر، خارجه وزير او د ھغوي ملګرو لپاره په يادګاري دستوره كښې ګډون
Savior Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر