اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير ډاکټر مفتاح اسماعيل وئيلي دي حک??مت په هېواد كښې کاروبار او سرمايه کارۍ لپاره ښه چاپيرچل وركولو له ګامونه پورته كوي، هېواد كښې سرمايه كاري كوونكو له هر ډول اسانۍ وركولې شي ، برآمدات زياتولو لپاره د برآمدي څانګي مسئلې به حل كولې شي۔د خزاني وزير دا خبره د ګل په ورځ د پاکستان ډيري ايسوسي ايشن، پاکستان ټيکسټائل ايکسپورټرز ايسوسي ايشن او متحده عرب امارات اقتصادي ډلې غړو سره په ملاقات كښې وكړه۔ د پاکستان ډيري ايسوسي ايشن پلاوي مشري چيف ايګزيکټو آفيسر ډاکټر شهزاد امين کوله۔ وفاقي وزير د هېواد په اقتصادي پرمختګ كښې د ډيري ايسوسي ايشن کردار په اړ?? خبر كړے شو۔ وفاقي وزير ته ووئيل شول اوسني سيلاب او دې څخه وړاندې لمپي سکن ناروغۍ په وجه ګڼ شمير څاروي مړه او ځپلې شوي چې ورسره هېواد كښې د پيئو او غوښې په پيداوار منفي اثرات مرتب شوي۔ ملاقات كښې د ايسوسي ايشن د مسئلو جاج هم واخستلے شو۔ وفاقي وزير د ايسوسي ايشن خذمات وستائل۔ ټيکسټائل ايکسپورټرز ايسوسي ايشن پلاوي سره ملاقات كښې وفاقي وزير ووئيل د ټيکسټائل څانګه د هېواد اقتصادي پرمختګ او كوټلي اقتصادي نمو كښې په زړه پوري كردار ترسره كوي۔ ايسوسي ايشن پلاوي مشري پيټرن انچيف خرم مختار کوله۔په دې موقع وزير مملکت ډاکټر عائشه غوث پاشا، وزير پټروليم مصدق مسعود ??لك?? محمد عاصم ن??ير?? ګورنر سټيټ بينك، چيئرمېن ايف بي آر، د وزيراعظم رابطه کار بلال اظهر کياني، چيئرمېن پي ټي اي اے سهيل پاشا، سيکرټري جنرل عزيز اﷲ ګوهر او د خزاني وزارت سينئر افسران هم موجود وو۔ د خزاني وزير ته ووئيل شول د ټيکسټائل څانګه د هېواد په برآمدات كښې په زړه پوري برخه لري۔ د يو اے اي اقتصادي ډلي غړو سره ملاقات كښې د خزاني وزير ووئيل حک??مت په هېواد كښې کاروبار او سرمايه کارۍ لپاره ښه چاپيرچل وركولو له ګامونه پورته كوي۔ده ووئيل هېواد كښې سرمايه کاري کوونكو له هر ډول آسانۍ وركولې شي۔د يو اے اي اقتصادي ډلي په هېواد كښې سرمايه کاري زياتولو لپاره د موجوده حک??مت مرسته وستائله۔ ملاقات كښې د پاکستان او يو اے اي ترمينځه اقتصادي هلو ځلو زياتولو په اړه د چارو جاج واخستلے شو۔دې نه ځانله د شريكې خوښې د چارو او مسئلو هم جاج واخستلے شو۔ ملاقات كښې د توان ، معيشت او په نورو څانګو كښې د مرستي په اړ?? خبرې وشوې ۔په دې موقع د خزاني وزارت سينئر افسران هم موجود وو۔
د خزاني وفاقي وزير ډاکټر مفتاح اسماعيل سره د پاکستان ډيري ايسوسي ايشن، پاکستان ټيکسټائل ايکسپورټرز ايسوسي ايشن او د يو اے اي اقتصادي ډلې ملاقاتونه
Dead or Alive Salon Official Platform
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج