اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني بين الپارليماني ائتلاف(آئي پي يو)ته تجويز وركړے چې د سېلاب له امله د پاكستان ??حراني صورتحال دې د بين الپارليماني ائتلاف راتلونكې غونډه كښې د بېړني ايجنډا آئټم په توګه شامل كړے شي كومه چې كيګالي٬راونډا كښې سږ كال د اكتوبر په مياشت كېږي۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن د ستمبر په 12مه نېټه كال 2022 د آئي پي يو صدر ته يو خط ليكلے چې پكښې يې وئېلې شوي پاكستان ?? ګڼ اړخيزه پارليماني پليټ فارم په توګه د آئي پي يو كردار ته د قدر په سترګه ګوري٬په دې سخت وخت كښې آئي پي يو له پاكستان ??ره نوره مرسته پكار ده ٬نړيوالې ورورولۍ له د پرمختګ كوونكو هېوادونو مرسته پكار ده كوم چې دا مهال د موسمياتي بدلون له امله سخت زيان ??ره مخ دي۔د آئي پي يو صدر سره د اوسنو خبرو په مهال د سېنېټ چيئرمېن په دې خبره هم زور راوړے چې آئي پي يو دې د ټولو لوي تنظيم په حېث خپل كردار ادا كړي۔ده د موسمياتي بدلون د يوې بلې وركنګ ډلې جوړولو تجويز هم وركړو دغسې چې ټول غړي هېوادونه په دې عمل كښې شامل شي۔د آئي پي يو صدر دې تجويز سره اتفاق وكړو او د كيګالي په غونډه كښې د پاكستان ??وسنے سېلابي صورتحال د بېړني آئټم په توګه د شاملولو وعده هم وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن د آئي پي يو صدر پام د اوسني سېلاب پلو راګرځولو كښې وئېلې دي بې شمېره انساني مصائب او د 1400 ځانون?? زيان ??وے٬د هېواد په دريو كښې يوه برخه په اوبو كښې ډوبه ده ٬ 12 لكه كورونه تباه شوي ٬په مجموعي توګه 33 ملين خلق ځپلې شوي۔د دې څخه پاكستان ??ه د 10 اربه ډالره څخه زيات معاشي زيان هم رسېدلے۔۔د سېنېټ چيئرمېن په خپل خط كښې وئيلې دي موسمياتي بدلونونه اوس د انساني پرمختګ عمل څو لسيزې شاته بيائي۔ده ووئيل 200 ملين خلق د موسمياتي بدلون زياتو اثراتو په سبب تر ټول?? زياتو ځپليو كښې شامل دي۔د سېنېټ چيئرمېن دوست او آئي پي يو غړو هېوادونو ته دا دواړه خطونه لېږلي چې دغسې پاكستان كښې اوسنې سېلاب صورتحال د آئي پي يو په راتلونكې غونډه كښې د بېړني ايجنډا آئټم په توګه د شاملولو ملاتړ وكړي
د سېلاب له امله د پاكستان اوسنے بحراني صورتحال دې د بين الپارليماني ائتلاف د راتلونكې غونډې په ايجنډا شامل كړے شي۔د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د آئي پي يو صدر ته خط
Official Live Roulette Platform
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن