اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) پاکستان د حوثيانو لخوا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قر??رد??دونو خلاف ورزيو غندنه كولو سره سعودي عربستان سره د يووالي څرګندونه كړې ۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د ګل په ورځ په جاري شوي بيان ??ښې وئيلې شوي پاكستان د سعودي عربستان ??ه ضد د روانو ترهګرو كارروائيو سخته غندنه كوي۔ وياند ووئيل پاكستان د سعودي عربستان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا په يمن كښې سوله ايز حل لپاره د سعودي عرب د هلو ځلو د بشپړ ملاتړ پخلے كوي۔ پاكستان ??ه يمن كښې د شخړې په ټولو فريقو پرله پسې زور راوړي چې ھغوي د ملګرو ملتونو د اړوندو قر??رد??دونو په رڼا كښې د شخړې خت??ولو له په سوله ايز او بامعني خبرو اترو كښې برخه واخلي۔ ویاند ووئیل د روان کال په ??یل کښې د شوې جنګ بندۍ په نتيجه كښې لږ ډېر امن راغلے۔ بياهم دا خبره د افسوس وړ ده چې د حوثيانو لخوا د جنګ بندۍ تجديد نه دے شوے كوم به چې په يمن كښې د عامو وګړو په ستونزو كښې د زياتوالي سبب وګرځي او د ممكنه تل پاتي امن ترلاسه كولو لپاره روانې هڅېبه له مينځه يوسي۔ وياند يو وارې بيا په خپل بيان ??ښې په حوثيانو زور راوړو چې هغوي عسکری هلې ځلې او د ترهګرۍ كارروائۍ بندې كړي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اړوندو قر??رد??دونو په رڼا كښې د شخړې خت??ولو له په سوله ايزو او بامعني خبرو كښې برخه اخستو سره د ملګرو ملتونو په ثالثۍ كښې د جنګ بندۍ تجديد وكړي۔ بيان ??ښې وئيلې شوي پاكستان ??ه دې خبره باور لري چې جنګ كوم مقصد نه لري او ټولې مسئلې د سوله ايزو خ??رو د لارې حل كېدې شي۔ وياند ووئيل د دې لارې زر تر زره خپلولو سره د زرګونو په شمېر بې ګناه ځانونه به بچ شي او د يمني اولس سباؤن به محفوظ شي۔
پاكستان د سعودي عربستان په ضد د روانو ترهګرۍ كارروائيو سخته غندنه كوي٬ د خارجه دفتر وياند
Fortune 6 Baccarat Game Card Official Entertainment
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena