عمران خان چې د توشه خانې څخه اغستې ګهړۍ چې په هر څو خرڅه كړې د هغې 20 قيصده روپۍ به ئې په قامي خزانه كښې جمع كړې وې۔د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره د خاص مرستيال فيصل كريم كنډي سره خبري كنفرنس ته وېنا
Santa’s gift rush APP download link
APP42-161122
ISLAMABAD: November 16 - Spokesperson of PPP Faisal Kareem Kundi along with Qamar zaman Kaira addressing a press conference at PID. APP/TZD/IRK/IQJ/FHA
اسلام آباد 16نومبر(اے پی پی)د وزيراعظم د كشمير او بلتستان صلاحكار قمرزمان كائره وئېلي دي عمران خان د توشه خانې څخه اغستي ګهړۍ كه په هر څو خرڅه كړې د هغې 20 فيصده روپۍ خو به ئې په قامي خزانه كښې جمع كړې وې٬هغه خو په خپلو اثاثو كښې دغه څرګنده كړې هم نه ده٬نواز شريف او آصف علي زرداري توشه خانې څخه ګاډي اخستې خو هغه يې په خپل استعمال كښې ساتلې خرڅ كړې يې نه دي۔عمران خ??ن په ټولو ادارو تورونه او په سياسي مخالفينو ټكونه كوي٬اوس د هغه هر?? ورځ سكينډلز رامخې ته كېږي٬د امريكې مداخلت پشمول د ځينو تورونو څخه هغه يوټرن اغستے ٬هېواد دا مهال اتفاق ته اړتيا لري ۔د شورو پ?? ورځ د خاص مرستيال فيصل كريم ك??ډي سره خبري كنفرنس ته وېنا كښې قمرزمان كائره ووئيل عمران خ??ن په خپل دور كښې شوي لوظونه نه دي پوره كړي٬هر?? ورځ به يې نوې ډرامې كولې٬دروغ وئېل د هغه عادت ګرځېدلے٬د سائفر په نامه د دروغو يوه بيانيه قام ته وړاندې شوې وه چې امريكې د پاكست??ن په كورنيو چارو كښې مداخلت كړے ٬اوس عمران خان د هغې څخه هم يوټرن اغستے ٬ ده ووئېل وړاندې هغه د شهباز شريف د وزيراعظم په حېث د نوې سرلښكر تقررۍ څخه انكار كولو٬اوس د هغې څخه هم په شا شوے او وائي چې دا د وزيراعظم استحقاق دے ٬ خو په دې اړه د نواز شريف يا زرداري سره مشاورت ولې كوي۔ده ووئيل په عمران خان بريد شوے٬په دې مونږ ټولو د افسوس څرګندونه كړې٬ټولو ګوندونو او حكومت د دې غندنه كړې٬د بريد ذمه وار په موقع نيولے شوے او پوليس په حراست كښې اغستے ٬ ده ووئېل یه پنجاب كښې د هغه حكومت دے ٬د بريد كونكي بيان رامخې ته كېدو نه پس بيا درې نوې نامې وركړی شوي٬د دې څخه وړاندې هغه وئيلي وو چې په ما څه هم وشو نو څلور نامې ما ليكلې دي٬د صوبې اعلٰی پوليس چارواكو واضحه موقف عدالت كښې وړاندې كړے چې د صوبې د چيف ايګزېكټو دې مونږ ته امر وكړي نو مونږ د عمران خان د اړخه نامزد كړو كسانو په ضد به اېف آئي آر درج كړو۔ ده ووئېل عمران خ??ن په خپل حكومت كښې هم اېف آئي آر درج نه كړو۔ده ووئيل معيشت ته زيان رسېدلے٬د هېواد په ټولو ادارو تورونه لګولې شوي او سياسي ګوندونه په نخښه كړی شوي۔په مېډيا بندېزونه لګولې شوي اوس وائي چې زمونږ سره زياتے شوے۔ده ووئيل د توشه خانې رېكارډ يو خبريال ته د وركولو څخه انكار شوے چې دې سره د دوست هېوادونو سره د اړيكو خرابېدو اندېښنه ده۔د سپريم كورټ په امر د توشه خانې تفصيل وركړے شوے چې پكښې هر?? ورځ يوه نوې قيصه رامخې ته كېږي۔په دې موقع فيصل كريم ك??ډي ووئيل په تېر وخت كښې پ?? ورثه كښې راپاتي مسئلې خارجه وزير حل كوي٬د ګرے لسټ څخه د پاكستان وتل د دې ښكاره مثال دے٬په خېبرپښتونخوا كښې د لسو كلونو راهسې د پي ټي آئي حكومت دے ٬په 2008 كښې پاكست??ن پيپلز بارټي د ټولو ډلو سره چې په ګډه كوم مزل پیل كړے و د تحريك انصاف صوبائي حكومت هغې ته لوي زيان رسولے ٬ ده ووئېل خېبرپښتونخوا٬پنجاب او آزاد كشمير كښې چې كوم چيف ايګزېكټيوز جوړ شوي د هغې څخه د عمران خان د چوائس اندازه لګېدې شي۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی نن خپل كور ته نشي تللے ٬په خېبرپښتونخوا كښې د هغوي وزير په ترهه ګرۍ كښې ككړ دے٬كه د خېبرپښتونخوا پوليس ده له امنيت ورنه كړي نو دا حالت به نه وې۔