اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پ??) الیكشن كمېشن پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې ټولټاكنو لپاره د پولنګ نيټي اعلان په اړه د دواړه صوبو ګورنرانو ته خطونه لېږلي دي، پنجاب اسمبلۍ د ټاكنو نيټه د 9 نه تر 13 اپریل دغسې خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ټاكنو لپاره 15 نه تر 17 اپریل په مهال دې مقرر كړې شي۔ الیكشن كمېشن د اړخه د شورو پ?? ورځ د پنجاب ګورنر پرنسپل سیكرټری په نامه ليكلې شوي خط كښې وئيلي چې د آئین ترمخه كومي هم اسمبلۍ تحلیل كيدو سره په 90 ورځو كښې د ټولټاكنو كول آئینی تقاضه د??۔ پنجاب اسمبلي پ?? 14 جنوري 2023 تحليل شوي د كومي ټاكني چې تر 13 اپریل كول لازم دي۔ پنجاب كښې د ټولټاكنو لپاره د پولنګ نيټه 9 اپریل نه تر 13 اپریل دې مقرر كړې شي۔دغسې الیكشن كمېشن د اړخه د خبېر پښتونخوا ګورنر پرنسپل سیكرټری په نامه ليكلې شوي خط كښې وئيلي شوې چې خېبر پښتونخوا اسمبلي پ?? 18 جنوري 2023 تحليل شوي د كومي ټاكني چې په 90 ورځو كښې تر 17 اپریل كول لازم دي۔دې څخه وړاندي ټاكني كول آئینی تقاضه ده۔دې لپاره د خېبر پښتونخوا ګورنر ته استدعا كوو چې 15 نه تر 17 اپریل په مهال په صوبه كښې د ټولټاكنو نيټه مقرر كړې شي۔
الیكشن كمېشن پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې ټولټاكنو لپاره د پولنګ نيټي اعلان په اړه د دواړه صوبو ګورنرانو ته خطونه لېږلي دي
Get rich and get rich money tree APP download website
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت