اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) د سعودي عربستان د مجلس شوری چيئرمېن ډاكټر عبد الله بن محمد بن ابراهيم الشېخ د شورؤ په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره ??لاقات كړے٬ په كوم كښې چې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ امت مسلمه ته په پېښو چېلنجونو او په مهمو سيمه ائيزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې سپيكر ووئيل پاكستان سعودي عربستان سره د ورورولۍ اړيكې لري كومې چې په يو مذهب ٬ دوه اړخيزه باور او احترام اډانه لري۔ دوه اړخيزه اړيكې لا پياوړې ك??لو له پارليماني تړون لا زياتول مهم دي۔ ده ووئيل د سعودي عربستان د مجلس شوری د چيئرمېن په مشرۍ كښې د سعوي پلاوي په دوه ورځني نړيوال آئيني كنونشن كښې د ګډون ك??لو مننه كوم۔ د سعودی عربستان د مجلس شوری چيئرمېن ډاكټر عبد الله محمد الشېخ د آئين 50 مې سالګرې په موقع د كامياب نړيوال آئيني كنونشن په ك??لو سپيكر ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل سعودي عربستان پاكستان سره د ورورولۍ مضبوطې اړيكې لري۔ د سعودی عربستان اولس د پ??كستان اولس په پرمختګ او سوكالۍ كښې خوښي لري۔ د دواړو هېوادونو د پ??رليماني پلاويو تبادلې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ سپيكر ووئيل پاكستان سعودي عربستان سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ دواړه هېوادونه په هر سخت وخت كښې يو بل سره اودرېدلې دي۔ سعودي عربستان په هره ستونزه كښې د پ??كستان پراخه مرسته كړې۔ ده ووئيل سعودي – ايران اړيكې بحالېدل خوشبينه دي۔ سپیکر د دواړو وروڼو هېوادونو پارليمانونو ترمينځه همكارۍ ته د ودې ورك??لو په حاجت زور راوړلو سره ??وئيل د پ??کستان پارلیمان ډیجیټلائزیشن معارفي ك??ے۔ د ډیجیټلائزېشن اقدام سره ??ونږ زياتې كاميابۍ ترلاسه كړي۔د پ??کستان پارلیمان د ډیجیټلائزېشن کامیابو تجربو تبادله د سعودي مجلس شوریٰ سره ??ېدې شي۔ د سعودی عربستان د مجلس شوری چيئرمېن ډاكټر عبد الله بن محمد بن ابراهيم الشېخ د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېزاشرف ته د سعودي عربستان دورې بلنه هم وركړه
سپيكر راجه پروېز اشرف سره د سعودي مجلس شوری چيئرمېن ډاكټر عبد الله محمد بن ابراهيم الشېخ ملاقات
Cock Rumble Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت