اسلام آباد 19مئی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي جديد ټېكنالوجۍ او څلورم صنعتي انقلاب افرادي قوت لپاره نوې چېلنج پیدا كړے ٬په جديد ټېكنالوجۍ كښې تربيه او پېشه وره مهارت ترلاس?? كولو سره د سباؤن چېلنجونو مقاب??ه كېدې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د بشري وسائلو ټاسك فورس او سكلز ډوېلپمنټ وړومبنۍ غونډې مشري كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د تعليم وزارت٬د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت او نورو سټيك هولډرز استازو ګډون وكړو۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير ووئيل د بشري وسائلو پرمختګ سره زمونږ سباؤن تړلے دے٬ جديد ټېكنالوجي او څلورم صنعتي انقلاب د افرادي قوت لپاره نوې چېلنجونه راپېدا كړي۔ده ووئيل پرمختللو هېوادونو كښې د افرادي قوت غوښتنو موقعو څخه ګټه پورت?? كول دي۔ده هدايت وكړو چې د پاكستان ځوانانو آبادۍ استعداد او صلاحيت نه ګټه پورت?? كولو لپاره دې روډ ميپ جوړ كړے شي۔وفاقي وزير ووئيل د ټاسك فورس ذيلي كمېټۍ دې جوړ كړی شي كومې چې بشري وسائل د جديدو تقاضو له مخې كارولو لپاره حتمي سفارشات مرتب كړي۔ده ووئيل د افرادي قوت استعداد او معيار زياتولو لپاره دې صوبه خپل كردار ادا كړي٬د ځوانانو سكلز د نړيوالو ماركيټونو تقاضو څخه برابرولو لپاره دې كوټلې تګ لاره جوړه كړې شي
د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د بشري وسائلو ټاسك فورس او سكلز ډوېلپمنټ وړومبنۍ غونډه
Sushi Dashi Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ