اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) پاکستان په خپله خاوره د افغانستان د اړخه د ترهه ګرۍ هلو ځلو كښې ككړ ډلو او كسانو په ضد د کارروائی کولو غوښتنه كولو سره خبردارې وركړې چې د پاکستانی اولس د صبر دې نور امتحان وانه خستلے شي۔د خارجه دفتر وياندي ممتاز زهرہ بلوچ د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بریفنګ كښې ووئيل د ترهه ګرۍ خطر د كوم چې مونږ په افغانستان كښې د تنظیمونو او او كسانو د اړخه مخ يو،په دې اړه دې د پاکستانی اولس نور د صبر امتحان وانه خستلے شي۔ دي ميډيا ته ووئيل نه يواځي پاکستان بلکه ماسکو فارمیټ او ګاونډي هېوادونو ریاستونو هم افغان چارواكي ذمه وار ګرځولې چې د دې ډول ډلو په ضد كاروائي وكړي او دا خبره باوري كړي چې د هغوې خاوره به د كوم بل هېواد په ضد نه كارولې كېږي۔وياندي په پاکستان كښې د چینائي وګړو سلامتیا لپاره د پاکستان او چین ترمينځه د كوم هم شريك سیکیورټی میکانزم په اړه خبرونه ‘ بے بنسټه ‘ ګرځولو سره مسترد كړې او په ميډيا ئې زور راوړو چې د دې ډول خبرونو په شا محرکات معلوم كړي ځكه چې پولادي وروڼو او سټریټجکي پارټنرز په حثيت پاکستان او د چین شريكه مرسته او د يو بل د خپلواكۍ په احترام اډانه قوي خبري اتري او مرسته لري۔ دي ووئيل دواړه هېوادونه خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته كوم هم زظيان رسولو هڅي شنډولو عزم او صلاحیت لري۔د تيري اوونۍ په مهال شوې سفارتی هلو ځلو په رڼا كښې وياندي د وزیراعظم شهباز شریف د 11 نه تر 22 نومبر باکو كښې د ملګرو ملتونو د موسمياتي بدلون لپاره فریم ورك کنونشن 29م کنفرنس كښې د ګډون ذكر وكړو چرته چې وزیراعظم د نړيوالو لارښودو کلائمیټ ایکشن سمټ او د سمټ اعلی پائې سائیډ لائن ایونټس ته خطاب کړې۔چې پكښې د پاکستان کوربتوب كښې کلائمیټ فنانس ګول میز کنفرنس او ګلیشیئرز 2025، تاجکستان کوربتوب كښې ګلیشیئرز لپاره ایکشن هم شامل دے۔ نائب وزیر اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار هم دې اعلی پائې دستوره كښې د پاکستان نمائندګی کړې او نړيوال درجه حرارت كښې د زياتوالي مخنيوي نه علاوه د موسمياتي بدلون له امله رامخې ته شوې خطرو لپاره وخت څخه وړاندې وارننګ سسټم اهمیت ئې رامخې ته كړې۔دې د آذربائیجان، ترکیې، متحدہ عرب امارات او نیپال صدرانو، برتانيې ، چیك جمهوریه او ډنمارك وزيراعظمانو، چین نائب وزیر اعظم او بنګله دېش عبوری حکومت چیف ایډوائزر سره د وزیراعظم د ملاقاتونو هم ذکر وكړو۔ وياندي په رياض كښې د مينځني ختيز په صورتحال غیر معمولی عرب اسلامی مشرانو غونډه كښې د وزیراعظم د ګډون څخه هم ميډيا خبر كړه چرته چې پاکستان د غزہ نسل کشۍ، فلسطین او لبنان په ضد د اسرائیلی جارحیت او په ایران د اوسنو بريدونه غندنه شوي۔وياندي ووئيل پاکستان د عرب اسلامك سمټ د اړخه منظور شوې قرارداد هركلے كړې چې پكښې لارښودو د پاکستان پشمول د هېوادونو د يو ډلي د اړخه د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل كښې په اسرائیل د وسلې بنديز لګولو او د اسرائیل د غیر قانونی اقدامات او د نړيوال امن او سلامتیا لپاره خطر ترمخه په دې كښې ګډون معطل کولو شريكې غوښتنې توثیق شوې دے۔ دي ميډيا ته ووئيل د روس صدر د افغانستان نمائندہ خصوصی ضمیر کابلوف د پاکستان دورہ کوي،هغه به د خارجه سیکرټري آمنه بلوچ سره ملاقات کوي او ایډېشنل سیکرټری خارجه افغانستان او لويديز اسياﺀ سفیر احمد نسیم وړائچ سره به تفصیلی خبري اتري كوي او د افغانستان د صورتحال جاج به اخلي۔ وياندي د کشمیری سیاسی بنديوانو خراب حالت په اړه د پاکستان د تشویش پخلے وكړو، په دې كښې زياتره په زندانونو كښې د غیر انسانی حالاتو سره مخ دي وياندي ووئيل مونږ د هند په چارواكو زور راوړو چې ټول سیاسی بنديوان ، کارمندان او د انسانی حقوق محافظانو په ضد بے بنسټه تورونه ختم كړي او هغوې په سمدستي توګه خوشي كړي۔ د خارجه دفتر وياندي اعلان وكړو چې نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار به متحدہ عرب امارات كښې د 15 نه تر 17 نومبر 15م سر بنی یاس فورم كښې كډون كوي چرته به چې هغه د سيمه ايزي سلامتيا ، اقتصادی مرستي او كوټلي پرمختګ په مهمو چارو د نړيوالو لارښژدو او پوهانو سره خبري اتري كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب دي ووئيل تير کنفرنس آف پارټیز(کوپ) مشرانو غونډو كښې په شوې لوظونو نه پوره كولو د مايوسۍ څرګندونه شوي۔
افغانستان دې د ترهه ګرو په ضد کارروائی وكړي، د پاکستانی اولس د صبر امتحان دې نور وانه خستلے شي ۔ د خارجه دفتر ويانده
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار