اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) پاکستان د هند لخوا عدالت څخه نوموړي كشميري لارښود ياسين ملك ته د مرګ سزا وركولو په مطالبې په تازه اقدام د تشويش څرګندونه كړې ده۔ د خارجه دفترې وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل تېر كال محمد ياسين ملك ته په يوه متنازعه مقدمه كښې د عمر قېد سزا اورولې شوې ده په ھغه ئې د ځان نه جوړ كړې شوې تورونه لګولي او ھغه لپاره ئې د سپېځلې ټرائل نه سرغړونه كړې وه۔ وياندې ووئيل د سر كشميري لارښود د خراب صحت باوجود په بدنام زمانه زندان تهاړ كښې په غېر انساني حالات كښې ساتلے شوې ٶ۔ دې ووئيل محمد ياسين ملك ته تر خپلې كورنۍ او وكيلانو رسنه نه وركوي او دې سره سره د ھغه د صحت معياري درملنې نه هم محروم ساتلے كېږي۔ وياندې ووئيل د هند دا تازه اقدام د سياسي انتقام يو بل مثال دې چې مقصد ئې د كشميريانو مشران خاموش كول او كشميريان وېرول دي۔ دې ووئيل دا اقدام د هند په غېر قانوني تسلط جمو و كشمير كښې د هند نه ختمېدونكې جبر څرګندونه ده چرته چې سياسي مشران او د بشري حقونو محافظان د ځان نه جوړ كړې شوې او بې بنسته تورونو له مخئ بندي كرې شوې دي۔ د خارجه دفتر وياندې ووئيل مونږ په هندي چارواكو زور رواړو چې ھغوي دې د محمد ياسين ملك په ضد فرضي مقدمے ختم كړي۔ دې ووئيل چې كشميري لارښود ته معياري علاج وركول پكار دي او د ھغه خپلو خلقو او كورنۍ غړو سره په آزادانه توګه اوسېدو ته پرېښودل پكار دي۔ وياندې د پاكستان دا مطالبه هم بيا بيان كړه چې هند له كشميري مشران او د بشري حقونو كاركنان په سمدستي او غېر مشروط توګه خوشې كول پكار دي كوم چې په غېر قانوني تسلط جمو و كشمير او د هند په زندانونو كښې د جواز نه غېر بندي كړې شوې دي
پاکستان د هند لخوا عدالت څخه ياسين ملك ته د مرګ سزا وركولو په مطالبه د تشويش څرګندونه وكړه
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے