اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غړي اعجاز الحق وئيلي دي بهاولنګر كښې دې د پاسکو دفتر جوړ كړے شي٬ په دې سيمه كښې زيات غنم پېدا كېږي۔ د جمعې په ورځ د اعتراض په نكته اعجاز الحق ووئيل د غنمو ډېر زيات فصل شوے خو كروندګر د غنمو په خرڅولو كښې ستونزو سره مخ دي٬ ده ووئېل په بهاولنګر كښې د پاسكو دفتر نشته ٬ هلته دې پاسكو دفتر جوړ كړے شي٬ د پاسكو مشر وئيلي دي ګرد هېواد كښې كوټه زياتولو لپاره دې اقدامات وكړے شي
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea