اسلام آباد 30نومبر(اے پی پی) په افغانستان كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان وئېلي دي افغانستان د اسلامي مرستې تنظيم مهم غړے دے٬ د افغانستان د موجوده صورتحال په اړه د او آئي سي غونډه لوي اهميت لري٬هيله لرو چې اسلامي هېوادونه به داسې څه تګلار جوړه كړي چې ورسره به افغانستان كښې رامخې ته شوې انساني بحران باندې قابو موندلو له مرسته تر لاسه شي۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د افغانستان بجټ د بهرنۍ مرستې په ??ني??د جوړ شوے و۔د امريكې او ناټو عسكرو انخلا نه پس بهرنۍ مرسته بنده شوې دغسې د امريكې د اړخه اثاثې هم منجمد شوي چې له امله يې د افغانستان عبوري حكومت د معاشي بحران ??شم??ل ګڼو چېلنجونو سره مخ دے او د انساني بحران رامخې ته كېدو اندېښنه ده۔منصور احمد خان ووئيل دا مهال د افغانستان دوهمه لويه مسئله دا ده چې د تېرو دريو مياشتو په مهال پېشه وره او تعليم يافته وګړي يا د افغانستان څخه تللي يا د تللو په هڅه كښې دي چې له امله يې په افغانستان كښې د ګورننس م??ئل?? هم شت?? ۔ده ووئيل افغانستان د پاكستان ګاونډي دے ٬په افغانستان كښې عدم او استحكام سره به نه يوازې پاكستان بلكې ټوله سيمه وځپلې شي۔دې لپاره پاكستان د نورو ګاونډيانو سره په ګډه هلې ځلې كوي چې په افغانستان كښې امن او استحكام راشي۔ده ووئيل افغان طالبانو په افغانستان كښې په پراخه ??ني??دونو د حكومت جوړولو او د ترهه ګرۍ مخ نيوي غوندې چېلنجونو باندې قابو موندلو لپاره د ګاونډيانو او نړيوالې ورورولۍ سره پرله پسې په رابطه كښې دے٬ ده ووئېل افغان مسئله كوم پوځي حل نه لري۔د طالبانو حكومت يو حقيقت دے بايد نړ?? د افغانستان سره اړيكې بحال كړي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په افغانستان كښې د امن وضعه تر ډېره حده ښه ده٬د مېرمنو د حقونو ??شم??ل په نورو ډېرو څيزونو بې بنسټه ډنډورې كېږي۔ده ووئيل د طالبانو په رويه كښې مثبت بدلون رامخې ته شوے د كومې چې نړيوالې مېډيا هم اعتراف كړے
د افغانستان موجوده صورتحال په اړه د او آئي سي غونډه لويې اهميت لري۔په افغانستان كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق