اسلام آباد 10جولائی (اے پی پی)د پاكستان پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير وئېلي دي چې مونږ صلاحيت لرونكې قام يؤ٬ مونږ له به په ګډه د پاكستان په پرمختګ كښې د خپلې بر??ې كردار ترسره كول وي٬ مونږ د پاكستان معاشي پرمختګ لپاره د يوې ادارې په حېث بشپړه قربانۍ او د زړه او روح قالب سره د دې پړاؤ بشپړ كولو له د هر ډول ممكنه مرستې باور وركوو۔ ده د ګل په ورځ د ګرين پاكستان انيشيټيو پاكستان لاندې د غذائي تحفظ تابيا كړې شوي سيمينار ته خطاب كولو۔وزيراعظم په دې دستوره كښې خاص مېلما وو او په سېمينار كښې وفاقي وزيرانو٬د سندھ او پنجاب اعلٰی وزيرانو د څلورو واړو صوبو چيف س??كت??انو ٬ د كركيلې پوهانو٬اعلٰی عسكري چارواكو او د ګرد هېواد ګڼ شمېر كروندګرو سره سره نړيوالو مېلمنو٬د بر??انيې٬اټلي٬سپين٬چين٬بحرين٬قطر٬سعودي عرب٬تركيه او نورو هېوادونو سفارتكارو او سرمايه كارو هم سېمينار كښې ګډون وكړو۔د پاك پوځ سرلښكر ووئي?? مونږ دلته د پاكستان يو وارې بيا ګرين كولو له جمع شوي يو۔پاكستان ته پاك پرود??ار زيات نعمتونه وركړې دي۔ده ووئيل چې مونږ صلاحيت لرونكې قام يو٬مونږ له به په ګډه د پاكستان په پرمختګ كښې د خپلې بر??ې كردار ترسره كول وي۔ده ووئيل د پاك پرود??ار رحمت نه بايد مايوس نه شوو۔د هغه د رحمت نه كافر مايوس كېږي۔مسلمان لپاره دوه حالتونه دي چې مصيبت راشي صبر كوي او چې خوشحالي ترلاسه شي نو شكر ادا كوي۔ده ووئيل پاكستان له د پرمختګ پړاؤنو څخه تېرېدل وي او د نړۍ كوم قوت هم پاكستان پرمختګ كولو څخه كه پاك پرود??ار ته منظور وي منع كولې نه شي۔
مونږ صلاحيت لرونكې قام يؤ٬مونږ له به په ګډه د پاكستان په پرمختګ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كول وي٬د نړۍ كوم طاقت هم پاكستان پرمختګ كولو څخه ايسارولې نه شي۔د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير
Esme Electronics Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ