اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې پاکستان بېلټ اينډ روډ انيشيټيو (بي آر آئي) صلاحيت څخه مستفيد كېدو سره خپل اقتصادي صورتحال بدلولې شي٬ د سي پېك منصوبې سره هېواد لپ??ره د پرمختګ نوې لارې پرانستې شو?? دي٬ هېواد كښې د روزګار موقعې په لاس راغلے دي٬ د بي آر آئي منصوبې سره ??ه يوازې چين او پاكستان به بلكې ټوله منطقه ترقي وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده سي جي ټي اېن ټي وي سره په مركه كښې كړې۔ ده ووئيل زه توقع لرم چې پاكستان به د بي آر آئي اقدام سره په دې سفر كښې يو اهم شراكتدار وي، پاکستان ته د بي آر آئي څخه ډېره ګټه ترلاسه كېدې شي٬ دا ي??ه موقع زمونږ په چوكاټ ناك كوي٬ د چين صدر د دې موقعې ترلاسه كولو ترغيب وركوي او اميد لرو چې مونږ به دې منصوبې څخه په بشپړه توګه مستفيد شو?? د سي پېك منصوبې پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د سي پېك په ړومبي پړاٶ كښې د ګوادر پورټ، سي پېك روټ او د فضائي رابطو نه علاوه د توان منصوبې شاملې دي٬ د سي پېك د پېل نه وړاندې پاكستان ته د توان كمې رامخې ته ٶ خو د مېګا منصوبو له مخئ تقريباً 8 زره مېګاٶاټ برېښنا په قامي ګرډ كښې شامل شو??۔ ده ووېيل د سي پېك منصوبو له مخې د اولس په خاص توګه د بلوچستان تعلق لرونكو كښې مثبت نتيجې رامخې ته شو?? دي هيله لرو چې په دوېم پړاٶ كښې به د خاص اقتصادي زونز، د صنعتي څانګې بدلون او تنوع لپ??ره ګټوره ثابت شي۔د چين د سينكيانګ سيمې د اوسنۍ دورې په اړه د يوښتنې په ځواب ده ووئيل دا د پاكستان شمالي سيمو ګلګت بلتستان سره پېوست سيمه ده په دې سبب دا پاكستان لپ??ره ډېره اهمه ده، مونږ د دې رابطې د لارې نه يوازې د دې منطقې بلكې د پاكستان په نورو سيمو كښې سېلګرۍ ته وده وركولې شو?? ده ووېيل چې چين د سلامتيا، سياست او معيشت په څانګو كښې د پاكستان فطري او د باور وړ اتحاد دے٬ دوي د دوه اړخيزه كلتوري تبادلو٬ د اولس په كچه روابطو٬ سېلګرۍ او د دواړو هېوادونو د ميډيا ل هاٶسز مرستې ته د ودې وركولو په ضرورت زور رواړو۔ كوربه وزيراعظم ورياد كړل چې زمونږ د چين ميډيا ګروپ په دې وروستيو كښې د پاكستان قامي خبر رسنې اې??نس?? ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) سره د شريكې مرستې په لوظنامه لاسليك كړې دې نو په دې وزيراعظم ووئيل چې دا يوه اهمه لوظنامه ده ځكه چې بېلا بېل ميډيا او كلتوري ادارو لپ??ره ډيجيټل، الېکټرانك سپېس او د موادو تخليق لپ??ره ے متنوع نقطه نظر ته اړتيا ده۔۔وزيراعظم ووئيل شي جنګ پنګ يو زيرك انسان دے٬ د دوي په قيادت كښې مونږ له د پرمختګ نور منزلونه ترلاسه كول پكار دي٬ مونږ د شي جن پنګ د تجربې نه مستفيد كېدل غواړو
د بي آر آئي منصوبې سره به يوازې چين او پاكستان نه بلكې ټوله منطقه ترقي وكړي۔ د وزيراعظم انوار الحق کاکړ سي جي ټي اېن ټي وي سره مركه
Enjoy shopping and entertainment platform website
مضمون کا ماخذ : bolão quina