اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي او د اتحادي ګوندونو كانديد سيد غلام مصطفی شاه د 197 ووټونو په اغستو د قامي اسمبلۍ ډ??ټي سپيكر وټاكلے شو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د هغه څخه د ډپټي سپيكر د چوكۍ سوګند واغست۔د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ډپټي سپيكر ټاكنې لپاره پولنګ وشو چې پكښې 290 غړو د خپل د رائے حق وكارولو چې پكښې سيد مصطفی شاه 197 ووټونو په اغستو ډپټي سپيكر وټاكلے شو۔د هغه په مقابل كښې د سني اتحاد كونسل كانديد جنيد اكبر 92 رائے ترلاسه كړي٬يو ووټ مسترد هم شو۔د شمېرې نه پس د اتحادي ګوندون?? غړو ډپټي سپيكر ته مباركي و??كړ??۔د دې نه پس سپيكر سردار اياز صادق د ډپټي سپيكر څخه سوګند واغست او هغه له يې په كاميابۍ مباركي و??كړ??۔په دې مهال ډپټي سپيكر خپل خطاب كښې ووئيل زه د پاكستان پيپلز پارټي ٬د خپل قائد آصف علي زرداري او بلاول بهټو زرداري مننه كوم چا چې زه ټاكلے يم٬د مسلم ليګ(ن) مشر نواز شريف٬د هغه ګوند ٬اېم كيو اېم پاكستان٬ د پاكستان مسلم ليګ پشمول د نورو ګوندونو هم مننه كوم چا چې ماله رائے راكړې۔ده ووئيل مونږ ټول پاكستانيان يو او پاكستان زمونږ دے٬زم?? د ??فتر دروازې به ټولو لپاره پرانستې وي۔
سيد غلام مصطفی شاه د 197 ووټونو په اغستو د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر وټاكلے شو
Gem Savior Official Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ