اسلام آباد 26 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز ش??يف وئېلي دي د پاك چين ملګرتيا ته د زيان رسوونكو ناوړه هڅې به كاميابې ته ورنه كړو٬د ترهه ګرۍ ناسور تر خاتمې به د دې په ضد جنګ روان ساتلے شي٬حكومت به د بشام پیښې اعلٰی ك?? او زر پلټنې كولو سره ذمه وارو او سهولت كارو ته سخته سزا و??كو??۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز ش??يف په اسلام آباد كښې د چين سفارتخانې دوره وكړه او د چين پاكستان كښې سفير سره ئې بشام كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د 5 چينائي وګړو په وژنه د غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔په دې موقع خارجه وزير اسحاق دار٬داخله وزير محسن نقوي٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم د وزيراعظم سره ملګري وو۔وزيراعظم ووئيل زما پشمول د ټول قام همدردۍ د چينائي وګړو كورنيو سره لپاره دي٬د پاكستان حكومت به د پیښې اعلٰی ك?? او زر پلټنو كولو سره ذمه وارو او سهولت كارو ته سخته سزا و??كو??۔د چين سفير سره په خبرو كښې وزيراعظم د چين صدر او چين وزيراعظم لپاره د پېښې په اړه د غمرازۍ پېغام هم وركړو ۔وزيراعظم ووئيل د پاك چين ملګرتيا ??ه زيان رسوونكو ناوړه هڅې به كاميابې ته ورنه كړو٬د سي پیك دښمنانو يو ځل بيا داسې بزدلانه حركت څخه د دې متزلزل كولو سازش كړے خو دښمن به خپل ناپاك عزائم كښې چرته هم كامياب نه شي٬ د ترهه ګرۍ ناسور تر خاتمې به د دې په ضد جنګ روان ساتلے شي۔دغسې د چين سفير د وزيراعظم سفارتخانې ته په تګ او د پیښې پلټنو كښې په ذاتي خوښۍ لرلو مننه وكړه او د وزيراعظم د پاك چين ملګرتيا په اړه ئې د عزم ستائنه وكړه۔
د وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين سفارتخانې دوره٬د چين سفير سره په بشام كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د 5 چينائي وګړو په وژنه د غمرازۍ څرګندونه
Jurassic Kingdom Entertainment Official Link
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena