شی-آن 08 جون (اے پي پي) وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف وئيلي پاكستان په زړه پورې ډول تاریخی او كلتوري ورثه لري،پاكستان كښې تاریخی او كلتوري ځايونه د بحالۍ نه پس به هغه سیاحتی ځايونو كښې بدلولې شي، د چین حكومت د تاریخی ورثے حفاظت او بحالی د تقلید وړ ده،چین په خپل محنت په نړۍ كښې يو مقام ترلاسه كړې۔د دې خيالاتو څركندونه ده د خالي په ورځ ټیراكو??ا وارئیر می??زیم دورې په موقع وكړه۔ وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف د چين دورې په موقع شی-آن كښې سره د خپل پلاوي د چین تاریخی ورثې ټیراكو??ا وارئیر می??زیم دوره وكړه۔د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړ??ه جاری شوې اعلامیې له مخې تيره ورځ د چین صدر شی جن پنګ وزیرِ اعظم له د خپل آبائی ښار شی-آن كښې ټیرا كو??ا وارئیرز می??زیم دورې كولو بلنه وركړې وه۔د دورې په مهال وزیرِ اعظم او د پاكستان پلاوي ته تاریخی ورثه جات تحفظ او بحالۍ او سیاحت ودې په اړه بریفنګ وركړې شوي۔وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف د می??زیم د بيلو برخو دوره وكړه او پخواني چی??ائ?? تاریخی ورثے ښكلا او د چين هنر ستائنه كولو سره ئې ووئيل عظیم قامونه د چین په شان خپل تاریخی ورثے حفاظت كوي۔ ده ووئيل دوه سوه كاله پخواني چی??ائ?? كاریګرو هنر د ستائنې وړ دې،د چین حكومت د دې تاریخی ورثے حفاظت او بحالی د تقلید وړ ده،چین په خپل محنت سره په نړۍ كښې يو مقام ترلاسه كړې۔ وزیرِ اعظم ووئيل د چين صدر شی جن پنګ د دې می??زیم دورے په بلنه راكولو د هغه مننه كوم۔ده ووئيل پاكستان تاریخی او كلتوري ورثه لري،پاكستان كښې هم د داسې تاریخی ځايونو بحالۍ نه پس به هغه په سیاحتی ځايونو كښې بدلولې شي۔ وزیر اعظم محمد شهباز شریف د ټیراكو??ا وارئیر می??زیم دورې په موقع وفاقی وزيران خواجه محمد آصف، احسن اقبال، محمد اورنګزیب، عطاء الله تارړ، ډاكټر مصدق ملك، سردار اوېس خان لغاری او رانا تنویر حسېن هم ده سره وو۔
پاكستان په زړه پورې ډول تاریخی او كلتوري ورثه لري،د چین حكومت د تاریخی ورثے حفاظت او بحالی د تقلید وړ ده۔وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف د چین تاریخی ورثې ټیراكوټا وارئیر میوزیم دورې په مهال خبري اتري
दक्षिण ऑस्ट्रेलिया ऑनलाइन ईमानदार मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق