اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي ډھانچه جاتي اصلاحات د كوټلي اقتصادي پرمختګ او استحکام باوري كولو له مهم دي كوم چې د ح??وم?? د تګلارې كاميابي ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالکي سره ملاقات په مهال وكړه چا چې د شورو په ورځ فنانس ډويژن كښې ده سره ملاقات کړے۔ده په دې خبره زور راوړو چې ډھانچه جاتي اصلاحات د كوټلي اقتصادي پرمختګ او استحکام باوري كولو له مهم دي كوم چې د ح??وم?? د تګلارې کاميابي ده۔ سينيټر اورنګزيب د سعودي عرب د اړخه پاکستان لپاره پرله پسې په مرسته كولو مننه وكړه او د سعودي سرمايه کارو د اړخه د پاکستان نجي څانګي سره جوائنټ وينچرز او کاروباري مرستي زياتولو كښې يي خوښي رامخې ته كړه۔ وفاقي وزير سږ كال اپريل كښې د واشنګټن دورې په مهال د سعودي عرب د خزاني وزير محمد الجدعان او د سعودي د پرمختګ ??نډ (اېس اېف ډي ) سي اي او سلطان عبدالرحمن المرشد سره د نتيجې وړ ملاقاتونو ياد هم تازه كړو ۔ ده مئي كښې د اعليٰ تجارتي پلاوي د سعودي عرب سره د پاکستان دورې مهمو نتيجو زكر هم وكړو چې مقصد ئې د سرمايه کارۍ موقع لټول ?? دوه اړخيزه مرسته زياتول ??و بيلو څانګو كښې شراکت داري زياتول ??ي۔ د ملاقات په مهال سينيټر اورنګزيب د پاکستان مثبت اقتصادي رفتار خاکه وړاندې كړه چې پكښې د مهمو اشارو حو??له وركړې شوې لكه چې د کرنسۍ استحکام، ګرانۍ كښې كمے ، ترسيلات زر زياتېدل ، د کرنټ اکاؤنټ خسارې محتاط انتظام او د زرمبادلې پانګو د دوو مياشتو درآمدات پورا کول ??ي۔ نواف بن سعيد المالکي ساختي او اداره جاتي اصلاحات له د ح??وم?? هڅي وستائلي او د پاکستان اقتصادي پرمختګ ??ښې برخه اچولو له ئې د هېواد د غير متزلزل عزم پخلے وكړو۔ سفير د دواړو هېوادونو ترمينځه د سرمايه کارۍ او د کاروباري موقعو د ګڼو امکاناتو اعتراف هم وكړو۔ده ووئيل راروانو دوو مياشتو كښې د سعودي د تجارتي پلاوي د پاکستان دوره متوقع ده دغسې چې شريكې منصوبې او د اشتراکي سرمايه کارۍ څانګي ولټولې شي
د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب سره د سعودي سفير نواف بن سعيد المالکي ملاقات
लकी ड्रैगन क्रेडिट मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores