اسلام آباد۔20اکتوبر(اے پی پی) سينيټ 26 م آئيني بدلون په درې كښې دوه برخې اكثريت سره منظور كړو۔ د اتوار په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د قانون او انصاف وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ د 26 م آئيني بدلون بل ايوان ته د وړاندې كولو تحريك پېش كړو۔ د تحریک له من??ور?? څخه وروستو ده د 26م آئيني بدلون بل من??ور?? لپاره په ايوان كښې د وړاندې كولو تحريك وړاندے كړو۔ د سېنېټ چيئرمېن په تحريك د ووټنګ په مهال د دې په حق او مخالفت كښې غړي اودرول او د دوئي د شمېر عمل يۍ بشپړ كړو۔ ووټنګ څخه وړاندې ټولې ګېلرۍ خالي كړې شوې۔ د هال دروازې بندې كړې شوې۔ د شمېرې په مهال د تحريك په حق كښې 65 او مخالفت كښې 4 رايې وكارولې شوې۔ د پي ټي ??ئي زياتره غړي موجود نه وو۔ وروستو د پي ټي ??ئي څلور غړي د شمېرې عمل بشپړ كېدو څخه وروستو بهر لاړل ??و قانون سازۍ كښې شامل نه شول۔ د تحريك له من??ور?? وروستو د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني 26 م آئيني بدلون بل شق وار من??ور?? له ايوان ته وړاندے كړو۔ د كوم چې ايوان په متفقه توګه منظوري وركړه۔ د جے یو آئی ف سېنېټر کامران مرتضیٰ بدلونونه ايوان ته وړاندې كړل ?? كومو چې وفاقي وزير اعظم نذير تارډ ملاتړ وكړو۔ ايوان ددې بدلونونو هم منظوري وركړه۔ د آئيني بدلون شق وارې من??ور?? په مهال كوم هم غړي د قانون سازۍ مخالفت ونكړو۔وروستو د سېنېټ چيئرمېن بل شق وار من??ور?? له ايوان ته وړاندې كړو۔ په بل ووټنګ څخه وړاندې د هال ټولې دروازې بندې كړې شوې۔ د سېنېټ چيئرمېن دوه دقيقو لپاره د ټلۍ غږولو هدايت وكړو۔ د سېنېټ چيئرمېن د آئيني بدلون ملاتړ كوؤنكو ته د ښي پلو لابي ته او ددې مخالفت كوؤنكو ته د ګس پلو لابي ته د تللو او په رجسټرډ د خپلې نامې اندراج كولو هدايت وكړو۔ دې څخه وروستو د سېنېټ چيئرمېن د شمېرې هدايت وكړو۔ د بدلون په حق كښې 65 او مخالفت كښې 4 روايې وكارولې شوې۔ دغسې ايوان 26 م آئيني بدلون په درې كښې دوه برخې اكثريت سره منظور كړو۔
سينيټ 26 م آئيني بدلون په درې كښې دوه برخې اكثريت سره منظور كړو
Restaurant Craze Integrity Betting APP
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil