اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي وزيراعظم به په 14م اګست په بشپړه توګه د ري ريكارډډ قامي ترانې اجراﺀ كوي٬ د پاکس??ان په 75مه سالګره ټول پاكس??ان په ولوله كښې دے٬ مونږ به خپل ملي اتلان٬ قامي كلتور او قامي ورثه رامخئ ته كوٶ، د اطلاعات او خپرونو وزارت تر اهتمام لاندې به د پاكس??ان سالګره په قامي جذبه لمانځلې كېږي۔ دا خبره دې د زيارت په ورځ د ډائريکټورېټ آف اليکټرانك ميډيا اينډ پبلي کيشنز تر سېوري لاندې د ډيجيټ?? فوټو ګرافي نندارتون پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزيرې ووئيل د وزيراعظم په امر د اطلاعات وزارت تر اهتمام لاندې د بېلا بېلو دستورو تابيا شوې ٬ سږ كال د 75م سالګرې په موقع د قامي سرود ري ريكارډډ بشپړ كړے شوے د كومې پرومو چې به نن جاري كولے شي۔ دې ووئيل په كال 1954 كښې قامي سرود په وړومبي ځل رېكارډ كړے شوے ٶ چې پكښې د وخت سره سره جدت راوستلے كېدو ۔ دې ووئيل ري ريکارډډ قامي ترانه د ګرد هېواد هن??مندانو وئېلې ده۔ دې ووئيل د قامي ترانې د رېكارډنګ ??ار په كال 2017 كښې پېل شوے ٶ، تېر حكومت هم په دې ??ار جاري ساتلے ؤ ٬ د تېرو 4 مياشتو په مهال په دې مونږ ??ار كولو، دا يوه داسې منصوبه ده چې مونږ پرې ټول فخر كوٶ۔ وفاقي وزيرې ووئيل وزيراعظم به په 14م اګست ري ريکارډډ قامي ترانه د قامي بېرغ هسك كولو دستورې په مهال لانچ كوي۔ دې ووئيل د پاكس??ان د 60 فيصده آبادۍ عمر د 30 كالو نه په كم عمر ځوانانو مشتمل دے، دا ځل د پاكس??ان 75مه سالګره لمانځلو په مهال د ځوانانو پشمول ټول پاكستانيان په جوش او ولوله كښې دي٬ د کافي ټېبل بك د ډيجيټل لانچ پحقله خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل کافي ټيبل بك كښې د پاكس??ان كلتور رامخئ ته كړے شوے،هر كس “کافي ټېبل بك” په خپل موبائل ډاٶن لوډ كولو سره كتلے شي٬ دې كيو آر كوډ سره هم لنك كړے شوے ٬ د موبائل د لارې كيو آر كوډ سكېن كولو سره هم كافي ټېبل بك كتلے كېدے شي۔ مريم اورنګزېب ووئيل اولس ته اپيل شوے چې ھغوي په دې ورځو كښې پاکس??ان ټيلي ويژن خامخا ګوري٬ په قامي چېنل د ”پاکس??ان كهاني” په نامه مختلف سيريز وړاندې كېږي چې پكښې د هېواد تاريخ بيان كړے شوے۔ دې ووئيل په راډيو او ټي وي دا ټولې قيصۍ كوچنيانو او ځوانانو لپاره وړاندې كېږي چې پكښې پاكس??ان جوړېدو لپاره د وركړے شوو قربانيو ذكر دے۔ دې ووئيل د پاكس??ان 75مې سالګري پحقله د هرې ورځې هلې ځلې په پي ټي وي خپرولې كېږي، په 75 مې سالګرې دستورو كښې د پاكس??ان دننه ټيکنالوجي، ماس ټرانزټ، کنيکټيويټي، پاکس??ان يو اتومي قوت دے پحقله ټول څيزونه رامخې ته كړے كېږي۔ دې ووئيل د پاكس??ان 75مې سالګري دستورو پحقله په سوشل ميډيا هم كمپائن روان دے۔ په دس مهال وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د ډيجيټل عكسونو د نندارتون په تابيا كولو ډائريکټوريټ آف اليکټرانک ميډيا اينډ پبلي کيشنز ته مباركي وركړه۔ د يادونې وړ ده د نندارتون تابيا ډائريکټوريټ آف اليکټرانک ميډيا اينډ پبلي کيشنز لخوا شوې وه۔ په دې موقع د وزارت لوړ پوري هم په دستوره كښې موجود وو چا چې د ډيجيټل عكسونو د نندارتون جاج واخست۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې د كافي ټېبل بك هم پرانسته وكړه٬ په دې مهال د پاكس??ان د آزادۍ پحقله يو دستاويزي فلم هم وښودلے شو
د پاکستان په 75مه سالګره ټول پاكستان يوه ولوله لري٬ وزيراعظم به په 14م اګست په بشپړه توګه د ري ريكارډډ قامي ترانې اجراﺀ كوي، د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د آزادۍ ورځې پحقله د ډيجيټل فوټو ګرافي نندارتون پرانستې دستورې ته وېنا
Dice Integrity Platform
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن