کوئټه۔19دسمبر(اے پی پی) نګران وزير??عظ?? انوار الحق كاكړ وئيلي دي يو فعاله جمهوريت په هېواد كښې سياسي استحكام راولي، د پاکستان سباؤن روښانه دے ٬ په هېواد كښې د معاشي پرمختګ بې شمېره موقعې شته ٬ د هېواد 65 فیصده برخ?? په ځوانانو مشتمل ده ٬ ځوانان زمونږ قيمتي اثاثه ده كوم به چې د هېواد د پرمختګ لاره ټاكي٬ په راروانو 10 كلونو كښې په چين او د منطقې په هېوادونو كښې د 36 ټریلین ډالر تجارت امكان لري٬ د بشري ټولنې تشكيل د علم په كالو سنګار سره تعلق لري ٬ د پاكستان آئين د كومې مليشياﺀ د وجود اجازه نه وركوي ٬ رياست د آئين او قانون لاندې مخ په وړاندې ځي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د بلوچستان پوهنتونونو زده كوؤنكو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د بلوچستان زده كوؤنكو سر?? په خبرو كولو ډېر خوشحاله شوے يم ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاكستان د معاشي پرمختګ او سياسي استحكام زياتې موقعې شته٬ پاکستان 24 کروړه آبادي لرونكے د نړۍ هغه يو څو لويو هېوادونو كښې دے د كوم چې نزدې 65 فیصده برخ?? په ځوانانو مشتمل ده كوم چې تخليقي صلاحيتونه لري۔ ده ووئيل ځوانان زمونږ قيمتي سرمايه ده كوم چې د هېواد د پرمختګ لاره متعين كوي۔ ده ووئيل قدرتی وسائل، جیواکنامک چاپېرچل چرته چې په راروانو 10 كلونو كښې چین او د منطقې په هېوادونو كښې د 36 ټریلین ډالر تجارت امكان لري۔ ده ووئيل پاكستان د نړۍ نيمه آبادي لرونكې سيمه كښې پروت دے په كومه كښې چې پاكستان يو مركزي حېثيت لري۔ ده ووئيل كه مونږ يو وارې سياسي استحكام ترلاسه كړو نو اقتصادي لارې به هم پرانستلې شي او دا د جمهوريت تسلسل سره تعلق لري ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل سكولونو ته نه تلونكې ماشومان سكولونو ته لېږل هم يو چېلنج دے ٬ مونږ له به ځوانانو ته معياري زده كړې ښودل وي۔ ده ووئيل د پاكستان يو شمېر وګړي بهر هېوادونو كښې ژوند كوي ٬ كه مونږ قامي اېمرجنسي نافذ كړه نو دغه كسان سكولونو څخه د بهر ماشومانو تعليمي مصاريف پورته كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ مالياتي ستونزې سره مخ يؤ۔ اېچ اي سي د فنډنګ مسئلو سره مخ ده ٬ مونږ ايچ اي سي او د پوهنتونونو وائس چانسلرانو سره ملاقاتونه كړي او د جنورۍ په اولنۍ اوونۍ كښې به هغوي سره د خبرو اترو له بلنه وركوؤ او عملي ګامونو پلو به ځوو۔ ده ووئيل د پاكستان په آئين كښې يو فرد يا ډله كومه مليشياﺀ نشي جوړولې٬ په ټولنه كښې د داسې ډلو كومې چې د مذهب، نسل، ژبې په بنياد تشدد كوي ٬ آئين اجازه نه وركوي۔ ده ووئېل آئين د مسئلو حل لپاره د سياسي عمل اجازه وركړې ۔ په ټاكنو كښې په برخه اخستو ٬ اسمبليو او سېنېټ ت?? په تللو په چا هېڅ بندېز نشته۔ د وګړو د حقونو په نامه احتجاجي مارچ كوؤنكي د فرورۍ په 8 مه نېټه كېدونكو ټول ټاكنو كښې برخه اخستې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په بلوچستان كښې هغه ټول صلاحيتونه موجود دي د كومو په بنياد چې مونږ د نړۍ د لويو لويو تعليمي ادارو مقابله كولې شوو۔ ده ووئيل مونږ له به د خپلو ځوانانو کیریئر کونسلنګ كول وي۔ ده ووئيل په سعودي عربستان كښې درې څخه تر د څلور كھربه ډالرو ودانۍ كېږي٬ سعودي خپلې ادارې دلته رالېږلې دي دغسې ??ې اوښائي چې هغوي كوم ډول افرادي قوت ته اړتيا لري۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وزير??عظ?? ووئيل په پاكستان كښې درې قسمه افغان وګړي ژوند كوي په دوئي كښې يو قسم هغه چې پی او آر کارډ لرونكي رجسټرډ افغانان دي۔ په دوئي كښې به يو هم بېرته نه لېږلے كېږي٬ كوم افغان وګړي ??ې اروپائي هېوادونه ځان سره پاتې كول غواړي هغه هم مونږ بېرته نه دي لېږلي ٬ مونږ دوئي ت?? په عارضي توګه د استوګنې آسانۍ وركوؤ۔ ده ووئېل پاكستان څخه دستاوېزات نه لرونكي كسان بېرته لېږلې شي۔ دوئي دلته رجسټرېشن نه دے كړے ځكه دلته د پاتې كېدو حق نه لري٬ دوئي له به بېرته تلل وي او د دستاوېزات سره پاكستان ته بيا راتللے شي۔ ده ووئيل مونږ افغانستان يو آزاد او خپلواكه هېواد ګڼو ٬ هغه دې د نړۍ په څير د خپلو وګړو تګ راتګ له نړيوال اصول خپل كړي
ځوانان زمونږ قيمتي اثاثه ده كوم به چې د هېواد د پرمختګ لاره ټاكي ٬ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د بلوچستان پوهنتونونو زده كوؤنكو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں