اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي وئيلي دي موجودہ حکومت به بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو لپاره هر ممكنه ستړې كوي۔ د ګل په ورځ پارلماني چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر بابر اعوان سره په ګډه خبري كفنرنس ته خپلې وېنا كښې ده وو??يل بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيان د ووټ د حق نه څوك نشي محرومولې او څنګه الېكشن كمېشن دوي ته د ووټ حق وركولو په لاره كښې خنډان پېدا كولې شي۔ ده وو??يل زه د دې ټول صورتحال نه خبر يم چې پكښې د م??جوده چيف الېكشن كمشنر تعيناتي شوې خو زه به په دې لړ كښې تفصيل نه بيانوم ځكه چې ما د چيف الېكشن كمشنر د تعيناتۍ پحقله د تفصيلات نه څرګندولو لوظ كړے ۔ ده وو??يل حكومت د خپلې آئيني ذمه وارې او د الېكشن كمېشن تقد?? برقرار ساتلو لپاره د دې تقررۍ پابند ٶ۔ ده د خپلې ناراضګې څرګندونه كولو سره وو??يل الېكشن كمشنر د چا په وېنا د الېکشن کمېشن آف پاکستان د آئيني ادارې په تنها كولو پسې راغستې، پاکستان تحريك انصاف حكومت به الېکشن کمېشن يوه خپلواكه اداره جوړوي۔ ده وو??يل د چيف الېكشن كمشنر د تعيناتۍ پحقله يو شمېر چارې د محمد شهباز شريف په خواهش تر اوسه پټې ساتلې شوي۔ ده وو??يل وزیراعظم عمران خان په هېواد كښې سپېځلې ټاكنې باوري كولو سره سره بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د ووټ وركولو خپل لوظ ترسره كوي۔ ده وو??يل حكومت د سپ??يم كورټ نګرانۍ او هدايات له مخې پاكې٬ سپېځلې ټاكڼې باوري كول غواړي۔ ده وو??يل حكومت به په انتخابي اصلاحات عمل كوي دغسې چې په انتخابي عمل د اولس باور بحال كړے شي۔ اعظم خان سواتي وو??يل حكومت د داسې انتخابي نظام راوستلو عزم لرو چې له مخې ئې غېر متنازعه او پاكې ټاكنې باوري شي۔
موجودہ حکومت به بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو لپاره هر ممكنه ستړې كوي۔ اعظم خان سواتي
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل