اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې حکومت ښه بجټ وړاندې كړې دې٬ د ملازمانو تنخاګانې زياتې كړې شوې دي٬ اپوزيشن د عمران خان وېښته هم نشي ازارولې٬ د دوي مشينرۍ كار پرېښې دې٬ لوي څښتن وزيراعظم ته عزت وربخښلې دې۔ د شورو په ورځ د ايګل سكواډ پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ووئيل چې لوي څښتن وزيراعظم ته عزت وربخښلې دې او زه د وزيراعظم عمران خان مننه كوم چا چې د اسلام آباد پوليس په دستوره كښې په دوېم ځل ګډون كولو سره پوليس ته عزت وركړې دې۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې د يوې نه سېوا ټولې ناكے ختم كړې شوې دي د 150 موټر بائيك رائيډرز ايګل سكواډ جوړ كړې شوې٬ د پوليس پټرولنګ او نګرانۍ لپاره 4 جديد ګاډي وركړې شوې دي، د پوليس ناکے ختمېدو سره به د وګړي په خاص توګه مري او د ګليات سېلګرو مشكل آسان شي او دوي به د چېكنګ په نوم نه اودرولې كېږي۔ ده ووئيل اسلام آباد پوليس بهترين فورس جوړ كړې شوې دې۔ ده ووئيل وزيراعظم څخه د ښځينه اهلكارو او د پټرولنګ د ګاډو شمېره زياتولو لپاره اجازه او فنډز وركولو لپاره درخواست شوې دې۔ ده د اسلام آباد پوليس ته د څلورو واړو صوبو غوندې د لاء اېنډ آرډر الاٶنس وركولو هم درخواست كړې۔ داخله وزير ووئيل اي پاسپورټ پېل كوٶ دا به ډېر لوے اقدام وي، په فيس كښې د دوه زره روپو اضافې نه پس به په 48 ساعتونو كښې پاسپورټ وركوٶ٬ ويزے آن لائن كړې شوې دي، د چين وګرو ته د دريو مياشتو په ځائ د دوه كالو ويزه وركوٶ٬ د چين حكومت هم زمونږ په دې اقدام د خوشحالۍ څرګندونه كړې ده۔
حکومت ښه بجټ وړاندې كړې دې٬ د ملازمانو تنخاګانې زياتې كړې شوې دي٬ اپوزيشن د عمران خان وېښته هم نشي ازارولې٬ د دوي مشينرۍ كار پرېښې دې٬ لوي څښتن وزيراعظم ته عزت وربخښلې دې۔ د داخله وزير شېخ رشيد احمد د ايګل سكواډ پرانستې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria