اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي د روډ ټو مکه پراجيکټ مقصد امېګرېشن او د کسټم کليئرنس عمل اسلام آباد انټرنيشنل ايئرپورټ ته منتقل كول دي چې مقصد ئې سعودي ته د حج په غرض تګ كوٶنكي د سعودي په خاوره د امېګرېشن او كسټم كليئرنس د ستونزو نه خلاصول دي، دواړه ډلې د دې سهولت نه مستفيد كېدو لپاره پاكستان كښې د هوائي آډو شمېره زياتولو لپاره كار كوي۔ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال وياندې ووئيل په دې لړ كښې د سعودي د داخله چارو نائب وزير په 16م او 17م مئي د پاكستان دوره كړې٬ وياندې ووئيل د سعودي نائب داخله وزير د پاكستان وزيراعظم، داخله وزير او د نشه اي توكو مخنيوي وفاقي وزير سره ملاقات كړے، د دورې په مهال پاكستان او سعودي د روډ ټو مكه پراجېكټ په لوظنامه لاسليك هم كړے۔ وياندې ووئيل د ملګرو ملتونو د اقليتي چارو د خاص نمائنده ډاکټر فرنېنډ ډي وېرنس د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو و كشمير په صورتحال د وركړي مهم بيان هركلي كولو سره ووئيل په بيان كښې په سري نګر كښې د جي 20 ټورازم وركنګ ګروپ د غونډې تابيا په اړه د هند منصوبو په اړه خبردارے دے۔ وياندې واضح كړه چې ډاکټر فرنېنډ ډي وېرنس سم وئيلي دي چې هند په يو داسې وخت كښې د كشمير صورتحال د معمول له مخې ګرځوي كله چې په مقبوضه كشمير سيمه كښې په لويه كچه د بشري حقونو خلاف ورزۍ، غېر قانوني او د جواز نه غېر ګرفتارۍ٬ سياسي ظلم و ستم، بندېزونه او د آزادې ميډيا او د بشري حقونو د محافظانو غلې كولو سلسله روانه ده۔۔ وياندې ووئيل مونږ د خاص نمائنده لخوا د جي 20 غونډې د تابيا د غبرګون او د هند په غېر قانوني قبضه كړي جمو و كشمير په صورتحال د غندنې د بيان تائيد كړے چې پكښې ھغه وئيلي دي چې د جي 20 غړو هېوادونو له د مقبوضه سيمې صورتحال پحقله د ملګرو ملتونو د اقليتي چارو خاص نمائنده مشورو ته پام كول پكار دي۔ وياندې ووئيل خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د مئي په 11مه نيټه د كل جماعتي حريت كنفرنس د آزاد جمو و كشمير څانګې يو پلاوي سره په ملاقات كښې هم د دې ډول جذباتو څرګندونه كړې ٬ د ملاقات په مهال كشميري اولس د خپلواكۍ پېدائشي حق سپېځلو هلو ځلو كښې د پاكستان لخوا د اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتلو پخلے شوے٬ ده په دې خبره هم زور رواړر چې د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشمير اولس د هيلو له مخې حل كول پكار ده۔ وياندې ووئيل د كل جماعتي حريت كنفرنس د مشرانو سره د خارجه وزير ملاقات په يو داسې وخت كښې شوے كله چې د هند په غېر قانوي قبضه كړي جمو و كشمير كښې د آزادۍ پلوي سياسي مشران پرله پسې بنديوان دي۔خارجه وېاندې ووئيل پاکستان د امريكې خارجه محكمې لخوا د مذهبونو نړيوالې آزادۍ په رپورټ كښې د پاكستان پحقله بې بنسټه ادعاګانې په سپينو ټكو مسترد كولو سره وئيلي دي د خپلواكه هېوادونو د كورنيو چارو پحقله دا ډول ناسمه رپورټنګ كول بې معنې او غېر ذمه وار دے كوم څخه چې به يوه نتيجه تر لاسه نشي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زياررت په ورځ د پرېس برېفنګ په مهال ووئيل مونږ پخپل مذهبي تنوع او سماجي اقدارو وياړ لرو٬ د پاکستان آئين، د ټولو پاكستانيانو د حقونو او د آزادو تحفظ او د عقيدې نه قطع نظر دوي ته د مخ په وړاندې تګ په پراخه كچه قانوني٬ پاليسۍ او مثبت اقدامات لپاره قوي فرېم ورك متعين كړے۔ دې ووئيل دا حقونه او آئيني ضمانتونه د يوې خپلواكه عدليه د لارې محفوظ او برقرار دي۔ وياندې ووئيل مونږ په دې خبر پوخ باور لرو چې د هر رياست دا بنيادي ذمه واري ده چې ھغوي خپلو وګړو ته د مذهبي حقونو آزادۍ ته وده او تحفظ وركړي، پاکستان د مذهبي آزادۍ او د اقليتونو د حقونو په مهمه پوښتنه د شريكې روغې جوړې ودې لپاره عمر له نړيوالې ورورولۍ سره تعميري مرسته كړې ۔ دې ووئيل مونږ د امريكې پشمول خپلو خبرو اترو كښې د مسلمانانو په ضد د كركې٬ نسل پرستۍ او په اسلامو فوبيا كښې د پرله پسې اضافې په اړه د سنګينو اندېښنو څرګندونه كړې ۔ دې ووئيل مونږ هيله لرو چې نړيوالو شراكتدار سره په ګډه به د مذهبي عدم برداشت٬ امتيازي سلوك او د اسلامو فوبيا د خطرو مقابله كوٶ۔د خارجه دفتر وياندې ووئيل پاكستان د سائبر ايکسپرټائز په نړيوال فورم (جي اېف سي اي) كښې د 107م غړي په توګه شامل شوے ٬ جي اېف سي اي يو نړيوال ملټي اسټېك هولډر پلېټ فارم دے كوم چې په كال 2015 كښې په سائبر سېكيورټي كښې مرستې او د صلاحيت سازۍ ودې لپاره جوړ كړے شوے ٶ۔ دې ووئيل د پاكستان په فورم كښې د شاملېدو پرېكړه ټولو لپاره محفوظ او مستحكم سائبر سپېس ته وده وركولو لپاره د اوږدې مودې عزم له مخې ده۔ وياندې ووئيل د جي اېف سي اي غړېتوب پاکستان لپاره نړيوالو شراكتدارو سره د معنې وړ تبادلو لپاره يو پلېټ فارم وركوي،دغسې د اړيكو ودې سره به د سائبر سکيورټي په مېدان كښې نېټ وركس ته پراختيا وركړي۔ وياندې هيله څرګنده كړه چې دا ډول مرسته به د شريكو اقداماتو٬ تحقيقي منصوبو او د علم د تبادلو د موقعو سبب وګرځي كومې چې به سائبر دفاع او پاليسي سازۍ كښې د پاكستان مهارت ته وده وركوي۔وياندې مقبوضه فلسطين سيمو كښې د اسرائيل لخوا د مېرمنو او كوچنيانو پشمول د 33 وګړو د شهادت غندنه كولو سره اسرائيل څخه غوښتنه كړې چې ھغوي د خپلو نړيوالو ذمه وارو پالنه او په دې وروستيو كښې د ډز بندۍ د لوظنامې احترام وكړي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل پاکستان په غزه او د مقبوضه فلسطين په نورو سيمو كښې په شوي پېشرفت ژور نظر ساتلے او پاكستان په سول آبادۍ د تشدد اثراتو پحقله فكر مند دے۔ دې ووئيل مونږ په تېرو څو ورځو كښې د مېرمنو او كوچنيانو پشمول د 33 نه د زياتو فلسطيني وګړو د شهادت سخته غندنه كوٶ او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره لاس په دعا يو۔ وياند ووئيل مونږ اسرائيل څخه مطالبه كوٶ چې ھغوي د خپلو نړيوالو ذمه وارو پالنه او په دې وروستيو كښې د ډز بندۍ د لوظنامې احترام كولو سره په غزه كښې څو ورځو څخه روان خونړے جنګ او د طاقت بې درېغه استعمال ختم كړي٬ وياندې ووئيل پاكستان به د فلسطين كاز لپاره خپل غېر متزلزل ملاتړ روان ساتي او ھغه د ملګرو ملتونو او د او آئي سي د اړوندو قراردادونو له مخې د 1967 نه د وړاندې پولې له مخې چې پايه تخت ئې القدس الشريف وي د عمل وړ٬ خپلواكه او متصل فلسطيني رياست لپاره د خپلې مطالبې تجديد كوي كوم چې د فلسطين كشالې يوازنې سپېځلې٬ جامع او تل پاتې حل دے۔ د خارجه دفتر وېاندې د وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان ايران په پوله د ايران صدر سيد ابراهيم رئيسي سره د ملاقات پحقله ووئيل دواړو مشرانو د پاك ايران اريكو لا قوي كولو لپاره د مرستې نوېو څانګو لټولو ته موافقه كړې۔ وياندې ووئيل د پوله ايزو بازارونو تصور په پاك ايران پوله د اولس سهولت لپاره د پولې پورې غاړه تجارت زياتولو٬ اقتصادي پرمختګ ته وده وركولو او ځائي كاروبار لپاره د موقعو نوې لارې بېرته كولو له مخې شوې۔ وياندې ووئيل د پولان۔ګبد برېښنا ترسيل لائن تېر كال په جولائي كښې د توان وفاقي وزير د ايران دورې په مهال د دواړو حكومتونو ترمېنځه د شوې لوظنامې تر مخه عملي كړے شوے
د روډ ټو مکه پراجيکټ مقصد حج كوٶنكې په سعودي كښې د امېګرېشن او د کسټم کليئرنس د ستونزو نه خلاصول دي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ پرېس بريفنګ
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات