اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان ملګرو ملتونو ته وئيلي دي د هند د خپلو ګاٶنډيانو په ضد د جارحيت تاريخ او د شخړو هواري لپاره د خبرو اترو څخه سرغړونه د نړيوال امن او سلامتيا لپاره واضح خطرات دي ۔ د ملګرو ملتونو په پينل كښ?? د پاكستان استازي جهانزيب خان د پاکستان په ضد د هندي تورونو په ځواب كښ?? ووئيل د هند په جمو و كشمير كښ?? غير قانوني اقداماتو څخه سيمه ايزې سلامتيا ته رامخې ته شوې خطرې اوس نورې زياتې شوي۔ ده نړۍ د وسلې نه پاكولو او د نړيوالې سلامتيا د چارو د عمومي اسمبلۍ كميټۍ غونډې ته ووئيل شول د هند سينئر سياسي او پوځي قيادت په ښكاره د پاكستان په ضد د غير ذمه واره بيان بازۍ لاره خپله كرې كومه چې د هند په سيمه كښ?? د خطرناك ذهينيت عكاسي كوي۔ ده د پولې نه راپورې د ترهګري په اړه د هند ??دع??ګانې په سختۍ سره رد كولو كښ?? ووئيل د دې ??دع??ګانو مقصد د نړۍ پام د كشمير شخړې نه اخوا كول او د هند د خپلو غير قانوني كاروائيو او نا سمه پاليسو لپاره جواز راجوړول دى ٬ د دې معاملې حقيقت دا دے چې هند ترهګري د خپل هر ګاٶندي هيواد په ضد او په خاص توګه مقبوضه جمو و كشمير كښ?? د مسلم آبادۍ په ضد د خپلې پاليسۍ د آله كار په توګه استعمالوي٬ نړيوالې ادارې ته د كوم داسې هيواد د نمائندګانو د ليكچر حاجت نشته څوك چې خپل سيمه ايز استحكام ته زيان رسولو لپاره په انتها خوښۍ او فاشست اېجنډا په باقاعدګۍ سره عمل كوي او څوك چې د تيرو 70 كالو راهسې د خپلواكۍ حق لپاره جائز هڅې كوٶنكې كشميريان د وحشيانه كاروائيو د لارې غلى كول غواړي۔
د هند په جمو و كشمير كښې غير قانوني اقداماتو څخه سيمه ايزې سلامتيا ته رامخې ته خطرې لا زياتې شوى ۔ پاكستان
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی