بغداد 06 جون (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د عراق سرکاري دورې په مهال د عراق د حکمت پارټۍ صدر عمار حکيم سره ليدلي۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر له مخې د ملاقات په مهال د پاكستان او عراق ترمېنځه د سياسي اړيكو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ووئيل د پاکستان او عراق ترمېنځه د لوړې كچې سياسي روابط د دواړو هېوادونو لپاره اهم دي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اولسي اړيكو ودې لپاره سياسي رابطې ډېرې ضروري دي
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج