لاهور۔17مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاءاللہ تارړ وئيلي دي د امريكائي سازش نعره پورته ??وؤنكي نن د امريكې په فټ پاتھونود پاكستان په ضد نعرې ووهي ٬ د شهيدانو په قربانيو پسې خندا كوؤنكي او پاكستان مخالف كمپائن چلوونكي د كوم رعايت مستحق نه دي٬ د دوئي په ضد به د قانون له مخې كارروائي كولې شي۔ د اتوار په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د اولس ژوند آسانول زمونږ مشن او د اولس مسئلې حل كولو زمونږ ترجيح ده٬ وزيراعظم راتللو سره د معيشت حوالې سره خپله ايجنډا وضعه كړه۔ ده ووئيل په ټېكس اصلاحاتو او د اېف بي آر په بيا تشكيل كولو هم كار روان دے۔ ده ووئيل د سیاسی استحکام په نتيجه كښې معاشي استحكام راځي۔ د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه كښې د ترهګرۍ پېښې ذكر كولو سره وفاقي وزير ووئيل تېره و رځ په شمالي وزيرستان كښې د ترهګرۍ د افسوس وړ ??ېښ?? رامخې ته شوه په كومه كښې چې د پاك پوځ ځوانان شهيدان شول۔ 23 كلن کېپټن محمد بدر هم په دې ??ېښ?? كښې شهيد شو كوم چې د 5 خويندو يوازينے ورور وو۔ ده ووئيل مونږ د شهيدانو د غمجنيو كورنيو سره يؤ٬ د وزيرستان پیښې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل بل اړخ ته ??و سياسي ګوند د وزيرستان شهيدانو پسې خندا كولو كښې بوخت دے۔ دوئي په تېر وخت كښې هم د شهيدانو د قربانيو حوالې سره د سپكاوي سوشل ميډيا كمپائن چلولې۔ ده ووئيل د دې مونږ غندنه كوؤ۔ زمونږ لپاره هېواد تر ټولو اول دے ٬ هېواد چې وي سياست به وي ٬ شهيدان زمونږ د حفاظت او بقا ضمانت دي۔ ده ووئيل قامي يووالي او سلامتيا له به مونږ له يو موټې كېدل وي٬ ځينې رېډ لائنز دي بايد له هغې تجاوز ونكړے شي۔ تنقيد بايد اصلاح لپاره وي۔ ده ووئيل د امريكائي سازش نعره پورته ??وؤنكي نن د امريكې په فټ پاتھونود پاكستان په ضد نعرې ووهي٬ مونږ به هېواد ډيفالټ كېدو له ورنكړؤ۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف د ودانې مخې ته د احتجاج مطلب څه دے؟ پاكستان ته راشۍ او احتجاج وكړۍ۔ ده ووئيل دا ډول كمپائن چلوونكي به قانون سره مخ كولے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل تېره ورځ شيري رحمان صاحبه د پي آئي اے د نجكارۍ په ضد بيان نه دے وركړے بلكې هغې يو ماډل وړاندې كړې دې چې پی آئی اے دې د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ لاندې وچلولې شي۔ دا يو ښه ډيبېټ دے۔ ده ووئيل د شهباز شريف په تېر حكومت چې د نجكارۍ كومه معامله روانه وه هغه به اوس كه پاك پروردګار ته ??نظور وي منطقي انجام ته ?? رسي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سوشل میډیا حوالې سره د ټولو سياسي ګوندونو بايد چارټر وي٬ د مېرمنو په ضد د ناوړ كمپائن ٬ په خل??و د بې بنسټه تورونو لګولو او رېډ لائن څخه د تجاوز كولو حوالې سره بايد ضابطه اخلاق وي۔
د امريكائي سازش نعره پورته كوؤنكي نن د امريكې په فټ پاتھونو د پاكستان په ضد نعرې ووهي ٬ د شهيدانو قربانيو پسې خندا كوؤنكي او پاكستان مخالف كمپائن چلوونكي د كوم رعايت مستحق نه دي٬ په ضد به يۍ كارروائي كولې شي٬ عطاﺀ الله تارړ
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil