اسلام آباد 17جنوری (اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د سي پیك له مخې د چين لخوا په پاكستان كښې نزدې د 62 اربه ډالرو متوقع سرمايه كاري ستائېلو سره د تجارت٬سرمايه كارۍ او كاروبار په زړه پورې امكانات له هيله څرګنده كړی چې دوه اړخيزه تجارت د كوم حجم چې 27.8 بلين ډالر دے په سباؤن كښې زياتېدے شي او د تجارت توازن به په شريكه توګه ګټور وي۔صدر مملكت دا خبره په پاكستان كښې د چين موده ترسره كونكي سفير نونګ رونګ سره په خپلو خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ ده سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو ۔صدر مملكت ووئيل د سي پیك له مخې 19 پروژې بشپرې شوي او په 28 كار روان دے دغسې 41 په پائپ لائن كښې دي۔سي پېك د بېلټ اينډ روډ انيشي ايټو يو انقلابي فليګ شپ منصوبه ده كومه چې سيمه ايز امن او د رابطه كارۍ په توګه د كار كولو صلاحيت لري۔صدر مملكت ووئيل په نړيواله كچه بدلون سره سره په سي پیك پېشرفت لا تندولو ته اړتيا ده٬د كركيلې ودې لپاره د سي پیك په دوهم پړاؤ په تندۍ سره عمل وكړے شي۔صدر مملكت ووئيل جنوري 2020 كښې د چين پاكستان آزاده تجارتي لوظ نامه لاس ليك تجارت لا آزاد كړے چې په نتيجه كښې يې تجارتي حجم زيات شوے ۔صدر مملكت د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي او سماجي او اقتصادي پرمختګ په څانګو كښې په مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه۔صدر مملكت د موده پوره كونكي سفير او د چين سفارتكارۍ غوره رواياتو له مخې باوقاره د چين نمائندګي وستائېل او د هغه د سباؤن او پېشه وره ذمه وارو له يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه
صدر ډاكټر عارف علوي سره پاكستان كښې د چين موده ترسره كونكې سفير ملاقات
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن