اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) د توان وفاقي وزير اوېس لغاری وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت د توان په څانګه كښې اصلاحات معارفي كوي او وزيراعظم د يخنۍ موسم كښې كورني ٬ تجارتي او صنعتي مصرف كوؤنكو لپاره د ارزانې بجلۍ ريليف پېكج اع??ان كړے دے كوم چې د دې لړۍ يو لويے سنګ ميل دے٬ د بجلۍ ترسيلي نظام ښه كولو له اقدامات كولې شي او د هېوا?? په تاريخ كښې په اولني ځل د زياتې بجلۍ بيعې كمې كړې شوي دي او صارفينو ته په 26 روپۍ فی یونټ د اضافی بجلۍ د كارولو پېشكش شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د ریلیف پېکج لاندې كورني صارفينو ته به د محفوظ کېټېګری 200 یونټ څخه د زياتې بجلۍ په كارولو 26.7 روپۍ في يونټ ارزانه برېښنا ترلاسه كيږي او دوئي ته به د يخنۍ موسم درې واړو مياشتو كښې 11.42 څخه تر 26 روپو فی یونټ بچت كولو كښې مرسته ترلاسه ??ي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د توان څانګه د هېوا?? په معيشت كښې مهم كردار ترسره كوي۔ مونږ اولس سره كړې لوظ وپاللو ??و تېره ورځ وزيراعظم د بجلۍ د بلونو په قيمت كښې د كمي اع??ان كړے دے۔ د بجلۍ دا آساني به یکم اکتوبر څخه تر 31 مارچ دوام لري دغسې ??ې په اولس فشار كم كړے شي۔ د يوې پوښت??ې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل زمونږ د ګردشتي قرضو پ??ان په بشپړ ټريك دے۔ د يوې بلې پوښت??ې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ دومره بجلي لرؤ چې څومره هم طلب وي هم به پوره كولې شوو۔ ده ووئيل پاكستان د دې سيمې تر ټولو ??يات كلين انرجی کنزیومر دے٬ 55 فيصده څخه زيات توان تېر كال هائيډل ٬ سولر او ونډو انرجي څخه ترلاسه كړے شو او دا پاكه انرجي ده۔ د راتلونكو كلونو په مهال به 88 فیصده انرجی کنزروېشن کلین انرجی وي۔ كوم هم هېوا?? په نړۍ كښې دومره كلين انرجي كنزيومر نشته په دې پاكستان وياړي۔
کورنی، تجارتی او صنعتی مصرف کونکو لپاره د ريليف پیکج اعلان یو لويے ګام دے ٬ د بجلۍ ترسيلي نظام ښه كولو له ګامونه پوته كولې شي ٬ د توان وفاقي وزير اويس لغاري
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی