اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي مستحقو او بې وسه مېرمنو لپاره د 200 اربه روپو په لګښت د پاكستان د تاريخ لوے فلاحي پروګرام پېل كړې ش??ې٬ په ماضي كښې د مستحقو كسانو فنډز به غلا كېدو ٬ د ھغې لاره ??و هم بنده كړې ، د بې وسه كورنيو ماشومانو لپاره به سكالرشپ پروګرام هم زر پېل كوٶ۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ د احساس کفالت پروګرام د باقاعده اجراء دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د احساس پروګرام چيئرپرسن ډاکټر ثانيه نشتر، اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان٬ اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټئ چيئرمېن سناتور فېصل جاوېد او نور چارواكي موجود وو۔ وزيراعظم عمران خان په دې موقع د احساس کفالت کارډز بېلا بېلو مستحقو مېرمنو له وركړل۔ وزيراعظم عمران خان ډاکټر ثانيه نشتر ته مباركي وركولو سره ??وئيل ??حساس پروګرام د فشار باوجود په ديانتدارۍ سره ??ستحقو مېرمنو لپاره ??و مضبوط نظام جوړ كړې ش??ې٬ د پاکستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د 200 اربه روپو احساس پروګرام پېل كړې ش??ې۔ ده ووئيل ?? مستحقو كسانو ډېټا څخه 8 لكه داسې كسان وېستلې ش??ي كوم چې هډو مستحق نه وو٬ حکومت غواړي چې 200 اربه روپۍ نېغ په نېغه مستحقينو ته ورسيږي ۔ ده ووئيل ?? دړد مندو په مرسته كښې د لوي څښتن بركت ملګرې وي او كاميابۍ مقدر ګرځي۔ ده ووئيل ?? مستحقو كسانو پېسه به غلا كېده د دې لاره ??يولو لپاره ??ه احساس پروګرام كښې يو موثره ??ظام جوړ كړې ش??ې او د مستحقينو څخه د غلا خطر اوس پاتې نه دے ۔ ده ووئيل كفالت كارډ لرونكو ته به سباٶن كښې په دغه كارډ د يوټېلټي سټورز څخه راشن او نورې آسانۍ هم وركولې ش??
مستحقو او بې وسه مېرمنو لپاره د 200 اربه روپو په لګښت د پاكستان د تاريخ لوے فلاحي پروګرام پېل كړې شو
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز