لاهور 21 اګست (اے پی پی) د سارك چېمبر آف كامرس سينئر نائب صدر او د يونائټډ بزنس ګروپ مركزي چيئرمېن افتخار علي ملك وئيلي دي چې ??زيراعظم عمر??ن خان وېنا زړه را??ښو??كې او د نويو هيلو ترجمان ده٬ هيله ده چې د تحريك انصاف حكومت به پاكستان او هند يو بل ته نزدې كولو سره د سارك مضبوطيا لپاره تعميري كردار ترسره كړي چې ??رسره به په منطقه كښې خوشحالي او امن راشي۔ د نهې په ورځ جاري شوي بيان كښې ده ووئيل چې ??ه منطقه كښې د پرمختګ٬ خوشحالې او د امن خوب تر هغه وخت نه شي ريښتيا كېدے تر څو چې د پاكستان او هند ترمېنځه په اړيكو كښې شته بې باورتيا له مېنځه نه ??ي تللې۔ ده ووئيل چې د سارك هېوادونو ترمېنځه تجارت د 6 فيصدو نه هم كم دے كوم چې ??و سواليه نشان دے۔ د ديامر بهاشا بند جوړولو په اړه د عمر??ن خان د عزم هركلې كولو سره ده ووئيل چې بايد پاكستان بندونه او د اوبو پانګې زياتولو سره په هند او افغانستان انحصار كم كړي ځكه چې بندونه به نه يوازې د اوبو امنيت باوري كړي بلكې د توان ستونزه به هم ??ل شي۔
د وزيراعظم عمران خان وېنا زړه راكښونكې او د نويو هيلو ترجمان ده۔ افتخار علي ملك
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز