اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی) د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي د لښكرو راوستلو او د بريد كولو په ځاے په پارليمان كښې مسائل پورته كول غوره تګلاره ده او دا لړۍ بايد روانه وساتلې شي۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د مخالفې ډلې لارښود عمر ايوب خان او نورو غړو لخوا د پورته كړو نكتو په ځواب كښې ده ووئيل د رولز آف بزنس له مخې پارليماني سېكتر د وزير په غېر موجودګۍ كښې د پوښتنو ځوابونه وركولې شي۔ د بريد په ځاے په پارليمان كښې مسائل باندې خبره كول غوره تګلاره ده او دا لړۍ بايد روانه وساتلې شي۔ هېواد مسئلو څخه ويستلو له به په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل د ځينو چارو سمول ضروري دي٬ د پي ټي آئي په دور كښې سټېټ بېنك خپلواكه كولو له قوانين جوړ كړے شول٬ ګراني كمه شوې ده نو د دې په نتيجه كښې پالېسي رېټ كښې هم كمے رامخې ته شوے ٬ ټكونه كول پكار دي خو ښه اقدامات هم بايد وستائېلې شي۔ ده ووئيل په سټاك اېكسچېنج كښې بهتري راغلې ۔ ده ووئيل وزیراعظم هره ورځ دوه درې غونډې سرمايه كارۍ او معيشت لپاره كوي۔ ده ووئيل تېره ورځ چې سټېټ بېنك كومې شمېرې جاري كړي هغه هم د حكومت د ښو پالېسيو او كاركردګۍ عكاسي كوي۔ دې څخه وړاندې عمر ايوب خان ووئيل حکومت ادعاګانې كوي خو د افراط زر په شرح كښې كمے نه راځي٬ ده ووئيل په ريونيو كښې نمو كمه ده٬ د جاري حسابات په كھاتو كښې توازن په ځاے ساتلو له په درآمداتوبندېزونه لګولې شوي٬ د لويو صنعتونو په پېداوار كښې زياتوالے نه كيږي۔ ده ووئيل د قانون سرلوړۍ سره به معيشت او سرمايه كاري راشي۔ ده ووئيل زمونږ د زرګونو په شمېر كاركنان په زاندانونو كښې پراته دي٬ زمونږ د قامي او صوبائي اسمبليو په غړو مقدمې جوړولې شي۔ ده ووئيل د خورشيد شاه په مشرۍ كښې دې د خصوصي كمېټۍ غونډه راوبللې شي او زمونږ د غړو د حقونو دې تحفظ وكړې شي۔ ده ووئيل 5 پوښتنې او يو د پام راګرځونې نوټس مې جمع كړے ؤ خو په ايجنډا شامل نه كړے شول۔ سید نوید قمر د اعتراض په نكته ووئيل د پوښتنو د دمې په مهال كوم هم وزير د پوښتنې ځواب ورنكړو٬ دا بنيادي ذمه واري ده ٬ وزير بايد د هغه د پوښتنو ځواب وركړي۔ په دې معامله دې د چيئر رولنګ رامخې ته شي۔ دوهم سپيكر ووئيل د چيئر لخوا په دې د خفګان څرګندونه شوې ٬ مونږ به وزيراعظم ته چيټۍ هم ليكو
په پارليمان كښې په مسائلو خبره كول غوره تګلاره ده ٬ دا لړۍ بايد روانه وساتلې شي: وفاقي وزير اعظم نذير تارړ
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا