اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د وفاق تر انتظام لاندې په قبائيلي سيمو كښې د رغونې بدلون د حكومت ترجيح ده٬ مونږ فاټا د هېواد نورو سيمو سره برابرول غواړو٬ په ټولو سماجي څانګو كښې به د فاټا اوسېدونكو سره يو ډول سلوك باوري كولې شي۔ ده دا خبرې فاټا سره تعلق لرونك?? د ??ېنېټ غړو سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې ده سره په ملاقات كوونكو كښې سناتور هدايت الله٬ حاجي مومن خان آفريدي٬ اورنګزېب خان٬ هلال الرحمان٬ سجاد حسېن طوري٬ محمد صالح شاه٬ تاج محمد آفريدي او ملك نجم االحسن شامل وو۔ د فاټا سناتورانو وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ته د وزيراعظم چوكې په سنبالولو مباركي وركړه۔ دوي ووئيل چې ترهګ??ې د دوي په سيمو كښې د پرمختګ شرح سخته ځپلې ده او بنيادي ودانې ته ډېر زيان رسېدلې دے۔ وزيراعظم ووئيل چې په فاټا كښې بدلون ډېر ضروري دے۔ ده ووئيل چې بدلون زمونږ د حكومت ترجيح ده او مونږ فاټا د نورو وفاقي اكائيو برابر كول غواړو۔ ده ووئيل چې د اوسني حكومت لخوا د وړاندې نه په دې لړ كښې اقدامات شوي دي ا?? د ??ړوند ډلو په مشوره قانوني اصلاحاتو سره سره د فاټا په چارو كښې د رغونې بدلون ته ترجيح وركولې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې روغتيا٬ تعليم٬ بنيادي ودانې او په سماجي څانګو كښې بهترې لپاره به فاټا لپاره اضافي وسيلې بېلولې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې هغه به ډېر زر د فاټا دوره هم وكړي
په قبائيلي سيمو كښې د رغونې بدلون د حكومت ترجيح ده
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل