اسلام آباد ۔23فروری(اے پی پی) د پاك سمندري ځواك جهازونو پي اېن اېس طارق او د پي اېن اېس همت د متحده عرب امارات دوره وكړه ٬ په نړيوال/ بحري دفاعي نندارتون كښې ئې ګډون وكړو او د ګډې مشق “نصل البحر” كښې ئې بشپړه برخه واخسته۔ د پاك سمندري ځواك وياند لخوا د خالي په ورځ د جاري كړې شوي بيان ترمخه د مشق په مهال د بېلو جنګي مهارتونو او مېري ټائم سكېورټي آپرېشنز عملي څرګندونه وشوه۔ وياند ووئيل چې د پاك بحريه وائس اېډمرل ع??د اعليم د يو اے اي نېول فورسز فلېټ كمانډر سره د پي اېن اېس طارق څخه د مشق ننداره وكړه۔ د دورې په مهال د پاك بحريه وائس اېډمرل ع??د العليم د يو اے اي نېول فورسز دوهم كمانډر سره هم ملاقات وكړو۔ د وياند ترمخه دواړو لارښودو د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په پېشه ورو چارو او په دوه اړخيزه دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې مهال د بېلو هېوادونو سفارت كارو ٬ د يو اے اي عسكري او سول چارواكو او د پاكستان د دفاعي پېداوار وزيرې زبېده ج??ال هم د پاك بحريه ج??ازونو دوره وكړه۔ د پاك بحريه وياند ووئيل د پاكستان نېوي جهازونو دې دورې سره به د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكو ته لا وده ترلاسه شي
د پاك سمندري ځواك جهازونو پي اېن اېس طارق او د پي اېن اېس همت د متحده عرب امارات دوره په نړيوال/ بحري دفاعي نندارتون كښې ګډون ٬ د ګډې مشق “نصل البحر” كښې ئې بشپړه برخه واخسته
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت