اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر ډاکټر مختار احمد بھرتھ وئيلي دي د وزيراعظم په مشرۍ ك??ې د پوليو خاتمې له پوخ عزم لرو٬ د پوليو وائرس د هېواد په 68 ضلعو كښې شته٬ مور پلار دې د خپلو كوچنيانو د حفاظتي ټيكو كورس لازمي بشپړ كړي او د پوليو مخ نيوي واکسين وركول دې باوري كړي۔ د زيارت په ورځ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخئ ډاکټر مختار احمد بھرتھ دا خبره د څلورو واړو صوبو پوليو پروګرام كوارډينېټرز غونډې مشرۍ په مهال وكړ ۔ په غونډه ك??ې د صحت وفاقي سيکرټري ??دي?? محبوب، نيشنل کوآرډينيټر پوليو پروګرام او د نړيوالو ادارو نمائندګانو هم ګډون وكړو ۔ په دې موقع د پوليو د موجوده صورتحال او د پلوليو خاتمې لپاره د جاري هلو ځلو تفصيلي جاج واخستلې شو٬ صوبائي کوآرډينيټرز د پوليو خاتمې لپاره د اقداماتو او د رامخې ته چېلنجز په اړه د قامي صحت کوآرډينيټر ډاكټر بهرتھ خبر كړو۔ په غونډه كښې ووئيل شول پاکستان ك??ې د كال 2024 په مهال د پوليو 32 كېسز رپورټ شوي چې پكښې 16 په بلوچستان٬ لس په سندھ٬ څلور په خېبرپښتونخوا او يو كېس پنجاب او اسلام آباد څخه رپورټ شوے٬ په 32 كښې شلو ماشومانو ته د معمول له مخې حفاظتي ټيکې او واكسين نه دې وركړې شوي او دغسې پنځِو ماشومانو ته كور په كور د واكسين وركولو كمپائن په مهال واكسين نه دي وركړې شوي۔ په دې موقع ډاکټرمختار احمد بھرتھ ووېيل د واكسين نه پاتې شوو ماشومانو ك??ې د رنځ شدت زيات دے٬ د وائرس نه بچ كېدو لپاره پورا خوراك نه ترلاسه كوٶنكي ماشومان د وائرس نه محفوظ نشي پاتې كېدے خو په دوي ك??ې د رنځ شدت كم وي٬ ده ووئيل دا مهال په هېواد ك??ې د نړۍ بهترين سروېلنس سسټم موجود دے، معمولي کمزورۍ سره مخ ماشومانو كښې هم د پوليو د وائرس تشخيص كېږي، د پوليو وائرس د ګرد هېواد په 68 ضلعو كښ موجود دے٬ په راتلونكي وخت كښې نور ماشومان هم دې رنځ سره مخ كېدے شي
پوليو وائرس د هېواد په 68 ضلعو كښې شته٬ مور پلار دې د خپلو ماشومانو د حفاظتي ټيكو كورس لازمي مكمل كړي۔ ډاکټر مختار احمد بھرتھ
مضمون کا ماخذ : پاور بال