اسلام آباد۔9اپرېل(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې وړوكے اختر نورو سره د خوشحالو ګډولو او د ټولنې محرومو ډلو سره د ايثار او قربانۍ ورځ ده ٬ دا ورځ مونږ ته د يو ملت په حېث د خنډانو لرې كولو ٬ د ضروتمندو مرسته كولو له د لاس غزولو او ټولو لپاره د يو روښانه اوسوكاله سباؤن باوري كولو پېغام راكوي۔ د وړوكي اختر كال 1445 ھ په موقعه صدر مملكت په خپل پېغام كښې ووئيل د وړوكي اختر د خوشحالۍ په موقعه ټول پاكستاني اولس او اسلامي نړۍ ته د زړه له كومي مباركي او نېكې هيلې وړاندې كوم۔ د پاك پروردګار په در كښې لاس په دعا يم چې دا ورځ مونږ لپاره زيات بركتونه ٬ سوكالۍ امن او سلامتيا راوړي۔ ده ووئيل وړوكے اختر نورو سره د خوشحالو ګډولو او د ټولنې محرومو ډلو سره د ايثار او قربانۍ ورځ ده٬ ده ووئيل دا ورځ د دې خبرې تقاضا كوي چې مونږ د ضرورت مند ٬مفلس ٬ يتيمانانو او محتاجو مرسته كولو سره دوئي ځان سره د اختر په خوشحالو كښې شريك كړؤ۔ صدر مملكت ووئيل زه د پاكستاني اولس لخوا د غزه او فلسطين مظلوم اولس لپاره دا پېغام وركول غواړم چې ټول پاكستانې ملت تاسو سره د يو والي څرګندونه كوي۔ ده ووئيل مونږ په نړيواله ورورولۍ زور راوړؤ چې هغه په غزه كښې فوري امن په ځايې كړي او د مرستې رسول باوري كړې شي۔ ده ووئيل مونږ له به د خوشحاله په دې موقعه خپل كشميري ورونړا هم هېرول نه وي۔ صدر مملكت ووئيل زه هغوي ته باور وركوم چې ټول پاكستانې ملت خپلو كشميري ورونړو خوېندو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل پاكستان به تر هغه وخت د كشميري وګړو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي تر كومې چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او كشميري اولس د هيلو ترمخه وي۔ صدر مملكت ووئيل زه په دې مباركه ورځ د هر يو پاكستاني او د ټولې امت مسلمه خېر ښېګړې له لاس په دعا يم۔ پاك پروردګار دې په مونږ خصوصي رحمتونه نازل كړي٬ مونږ دې په نېكه لاره روان كړي او مونږ ته امن ٬ يووالې او سوكالي راكړي۔
وړوكے اختر نورو سره د خوشحالو ګډولو او د ټولنې محرومو ډلو سره د ايثار او قربانۍ ورځ ده٬ د صدر مملكت آصف علي زرداري د وړوكي اختر كال 1445ھ په موقعه پيغام
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada