اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د ابوظهبي ولي عهد شېخ محمد بن زې?? النهيان د اتوار په ورځ په سركاري دوره پاكستان ته ??او??سېدو٬ وزيراعظم عمران خان د مېلمه هركلې وكړو٬ د خپلې دورې په مهال به ولي عهد وزيراعظم سره د خپلو مرستيالانو نه بغېر ملاقات كوي٬ د دې نه پس د پلاوو په كچه مذاكرات هم كېږي۔ وزيراعظم هاؤس ته په رارسېدو د ابوظهبي د ولي عهد شېخ محمد بن زې?? النهيان تود هركلې وكړے شو۔ د وسله والو ځواكونو چټك ډلې د معزز مېلمه سلامي وكړه۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو قومي ترانې وغږول شوې۔ د پ??ك فضيائيه جے اېف 17 تهنډر الوتكو هم د معزز مېلمه سلامي وكړه۔ د درې مياشتو نه په كمه موده كښې د پ??كستان او د متحده عرب اماراتو د مشرانو تر??ېنځه دا دريم ملاقات دے كوم چې د دواړو هېوادونو تر??ېنځه د ورورولې د اړيكو خاص څرګندونه ده۔ متحده عرب امارات په مېنځني ختيځ كښې د پ??كستان تر ټولو لوي تجارتي شراكتدار او د سرماريه كارې لويه ذريعه ده٬ په متحده عرب اماراتو كښې د 16 لكو نه زيات پاكستانيان مېشته دي كوم چې هر كال 4 اربه 50 كروړه ډالر پاكستان ته رالېږي۔ متحده عرب اماراتو د وړاندې نه پاكستان سره د ادائيګې د توازن په بحران قابو موندلو لپاره د 3 اربه ډالرو د مرستې اعلان كړے او په موخر ادائيګې د تېلو په وركولو هم غور روان دے۔ د شېخ محمد بن زې?? النهيان په سرپرستې كښې متحده عرب اماراتو د پ??كستان د مرستې پروګرام له مخې د پوليو او د تعليم په څانګه كښې تر ټولو زياته د قدر وړ مرسته كړې۔ ده په كال 2007م كښې په وروستي ځل د پ??كستان دوره كړې وه۔ د دې څخه وړاندې چې كله هغه د نور خان هوائي اډې ته ??او??سېدو نو وزيراعظم عمران خان د ده هركلې وكړو۔ په دې موقع معزز مېلمه ته د 21 توپو سلامي هم وكړې شوه او وزيراعظم عمران خان د ابو ظهبي ولي عهد ځان سره كېنولو او په خپله ګاډې چلولو سره ئې هغه وزيراعظم هاؤس ته ??او??سولو۔
د ابوظهبي ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان د اتوار په ورځ په سركاري دوره پاكستان ته راورسېدو٬ وزيراعظم عمران خان د مېلمه هركلې وكړو
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia