اسلام آباد۔8 اپرېل(اے پی پی) د خزانې وزارت وياند وئيلي دي د كال 2018 نه تر 2022 مودې په مهال د جي ډي پي تناسب سر?? په سر??اري قرضونو كښې 3.3 فیصده شرحې سر?? اضافه شوې٬ د كال 2013 نه تر كال 2018 موده كښې د سر??اري قرضونو په حجم كښې 8.2 فیصده شرحې سر?? نمو ريكارډ كړې شوه ٬ آؤټ سټېنډنګ سر??اري قرضونو كښې د اضافې مطلب دا نه دې چې حكومت نوې قرضې واخستې۔ دې ځاې څخه جاري شوي بيان كښی د خزانې وزارت وياند په انګلېسي ورځپاڼه كښې خپور شوې مضمون بې لارې كوؤنكې او د حقائقو په ضد ګرځولو سر?? ووئيل فاضل مضمون ليكونكي چې د كال 2008 نه تر 2022 د معيشت كومه تقابلي جائزه وړاندې كړې ده په دې كښې يۍ د معيشت په حجم كښې د شويو مهمو بدلونونو احاطه نه ده كړې۔ وياند ووئيل د جي ډي پي حجم كښې د ښكاره زياتوالي د لاسه زمونږ د معيشت د قرض اخستو صلاحيتونه د تېرو كلونو په مقابله كښې زيات شوې دي۔ د جی ډی پی تناسب سر?? په مالي كال 2021 كښې سر??اري قرضه كمېدو سر?? 72 فیصده شوه كومه چې په مالي كال 2020 كښې 76.6 فیصده وه۔ وياند ووئيل پاكستان د نړۍ په هغه يو څو هېوادونو كښې دې كوم چې د كورونا نړيوالې وبا باوجود خپل قرض كمولو كښې كامياب پاتې شوې دې۔ وياند ووئيل د تېر حكومت لخوا په درې نيمو كلونو كښې د 5 ټرېلين روپو ??وې قرضې پ?? بنيادي توګه په بې وزله كورنيو او د اولس په خېر ښېګړه مصرف كولو له ترلاسه كړې شوې۔ د کووډ 19 د لاسه د رامخې ته شوي بحران په مهال حكومت د 2.5 ټریلین روپو ريكارډ زري او مالياتي پېكېج وركړو۔ ددې پېكج لاندې د احساس پروګرام د لارې 15 ملينه كورنيو سر?? مالي مرسته وكړې شوه۔ دې سر?? سر?? حكومت 127 ملین نه زياتو وګړو ته وېړيا وېكسين وركړل۔ حكومت په پېټروليم مصنوعاتو ټېكس كمولو سر?? صفر كړو۔ دلته د پېټرولو بيعه د لېټر په سر 150 روپۍ ٬ بنګله دېش كښې 187 او په هند كښې 244 روپۍ ده۔ دغسې د برېښنا بلونو كښې د يونټ په سر 5 روپۍ كمې وكړې شو۔ وزیر اعظم عمران خان په مارچ 2022 كښې احساس راشن پروګرام پېل كړو۔ وياند ووئيل په كال 2022 كښې پنجاب او د سندھ او بلوچستان په په ځينو ضلعو كښې تاريخي صحت انصاف كارډ پېل كړې شو۔ د دې د لارې هر يو وګړې ته تر 10 لكه روپو د درملنو آساني وركړې شوې ده۔
په انګلېسي ورځپاڼه كښې خپور شوې مضمون بې لارې كوؤنكې او د حقائقو په ضد دے٬ مضمون كښې د معيشت په حجم كښې د شويو بدلونو احاطه نه ده شوې٬ د خزانې وزارت وياند
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی