اسلام آباد 06 فروری (اے پی پی)د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د هېواد تشخص لا ښه كولو كښې مېډيا مهم كردار لري٬د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ امر د اطلاعات او خپرونو وزارت٬د پي ټي وي او د شخصي مېډيا خبريالانو د كار استعداد زياتولو لپاره د تربيې وركولو تګلار وضعه كړی ده ٬مېډيا انډسټري دې د خپل پرمختګ سره سره د هېواد د پرمختګ خبر ته هم خاص پام لرنه وكړي او اهميت دې وركړي۔د اېچ ډي معيار لرونكو چينلو د پيل نه تراوسه خپل هر پړاؤ په كاميابۍ ترسره كړی٬دې د ګل په ورځ د شخصي ټي وي چينل دوهمې كاليزې دستورې كښې مېډيا سره خبرې كولې۔د اسلام آباد ميئر شېخ النصر عزيز٬د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك٬ايګزېكټو ډائرېكټر سهيل خان او نور مېلمانه په ګڼ شمېر پھ دې مهال موجود وو۔مريم اورنګزېب د ټي وي چينل په دوهمه كاليزه مالكانو٬انتظاميې٬خبريالانو او مرستياله كارمندانو له مباركي وركولو كښې ووئيل حكومت دمېډيا پرمختګ له سازګاره ماحول وركوي٬د مېډيا پرمختګ د حكومت پرمختګ دے٬دې ووئيل د اېچ ډي معيار پرائيوېټ ټوي چينل په لږه موده كښې ښه پرمختګ كړی او دا د نورو چينلو لپاره مثال دے۔دې ووئيل مېډيا دې د خپل پرمختګ سره سره د حكومت د پرمختګ خبر ته هم پام لرنه وكړي او په هر پړاؤ دې ذمه وار صحافت باوري كړي او د پاكستان ګټور تشخص رامخې ته كول دې خپل فرض وګڼي ٬مريم اورنګزېب ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ امر د اطلاعات او خپرونو وزارت د پي ټي وي پشمول د مېډيا خبريالانو تربيې له يو بشپړ پلان جوړ كړے او ډېر زر به په دې پلان عمل پیل كړی شي۔دې ووئيل پاكستانۍ مېډيا عمر له د هېواد تشخص ته پام لرنه كړی او دا كردار په لا غوره ډول دوامداره ساتل پكار دي۔وفاقي وزيرې ووئيل د اېچ ډي معيار ټي وي چينل يو كيس سټډي ؤه او چا چې تراوسه ټول پړاؤنه په كاميابۍ ترسره كړي۔دې د 92 چينل پھ ټول هېواد كښې استازو او خبريالانو سره سره نورو مرستيالو له په دوهمه كاليزه مباركي وركړه۔مريم اورنګزېب د ټي وي چينل د دوهمې كاليزې باقاعده كېك پرې كړو او د ټي وي چينل ډائرېكټر محسن رضا دې له د خپل چينل د اړخه خاص شيلډ وركړو
د هېواد تشخص لا ښه كولو له مېډيا مهم كردار لري
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ