لاهور۔17 فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو ٬ پلاننګ ٬ ډوېلپمنټ او اصلاحاتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د پاكستان ترقي ټی ټونټی نه ټېسټ مېچ دے۔ د اكنامك قام په حېث مونږ اقتصادي لانګ مارچ ته اړتيا لرو۔ 20 پېړۍ د سياسي نظرياتو او 21 مه د اقتصادي نظرياتو ده۔ د حكومت د كوټلې پالېسيو په سوب د روان كال په مهال به جی ډی پی ګروتھ ریټ 6 فیصد ترلاسه كولو كښې كامياب شؤ۔ هېواد ته دا مهال د 20 څخه تر 25 ارب ډالر فارن ډائرېکټ انوېسټمنټ او راروانو كلونو كښې 150 ارب ډالر څخه د زياتو برآمداتو ضرورت ??ے۔ ده د خالي په ورځ ځائي هوټل كښې د انسټیټیوټ آف چارټرډ اکاؤنټینټس پاکستان ترسېوري لاندې د سي پېك په سرخط كنفرنس ته خطاب كولو۔ وفاقی وزیر ووئيل 2013ء كښې هېواد كښې د برېښنا او ترهګرۍ سنګينې ست??نز?? سره مخ وو۔ دكراچۍ د حالاتو په سوب په سوؤنو كارخانې بندې وې۔ كاروباري كسانو دغې څخه كډه كوله۔ معيشت 3 فيصد ته راغلې وو۔ ده ووئيل ??ه كال 2018ء كښې پاكستان كښې د برېښنا لوډشیډنګ نزدې ختم شوې۔ د ترهګرۍ ملا ماته كړې شوې او كراچۍ ته امن بېرته راغلې۔ وفاقی وزیر ووئيل حکومت په 4 كلونو كښې 11 مېګاواټ برېښنا پېدا كړې۔ د حكومتي ګامونو په نتيجه كښې راروانو 10 څخه تر 20 كلونو كښې به منډيانو ته د رسنې ٬ کمیونیکیشن او د لاجسټک نظام غوره اثرات رامخې ته شي۔ ده ووئيل ??ېواد كښې موټروېز جوړېږي۔ په پاكستان رېلوے كښې لويه سرمايه كاري روانه ده۔ ده ووئيل څومره وېليو چې د سعودي عربستان او د ايران د انرجي ده دومره اهميت تھر كښې د كوئلې موجوده پنګې لري۔ ده ووئيل ??اكستان كښې د كوئلې پنګې د 400 كلونو حاجت ترسره كولو له كافي دي۔ ده ووئيل 1980ء كښې چين كښې د سړي په سر آمدن 200 ډالره او پاكستان كښې 300 ډالره ووئيل ??لې نن چين كښې سړي سر آمدن 8 زره ډالره او پاكستان كښې 16 سو ډالره دے۔ ده ووئيل ??نې دورې د مقابلې دې چې څنګه به معيشت كښې ښه والې راولو۔ د سي پېك پېل كېدو په وخت حېرانتيا وه چې سره د دومره ملګرتيا چ??ن سره اقتصادي اړيكې د نشت برابر وې۔ چين پاكستان كښې سرمايه كارۍ كښې په 13 م لمبر وو۔ اوس پاكستان كښې سرمايه كاري كوؤنكې تر ټولو لوئے هېواد جوړ شوې۔ ده ووئيل ??اكستان كښې 550 کلومیټر موټروېز وې كومې چې په تېرو څلور كلونو كښې 2150 کلومیټر ته رسېدلې دي۔ ګاونډي هېواد هند كښې د موټروېز اوږدوالې 1450کلومیټره دې۔ وفاقی وزیر ووئيل حکومت، پرائیویټ سېکټر ،میډیا، ریاستی ادارے او اورسیز پاکستانیز ټول د معيشت انجنې دي كوم چې د هېواد معيشت مخ په وړاندې بوتلې شي۔ ده ووئيل ??ونږ له به د پاكستان غوره څېره نړۍ ته مخې ته كول وي۔ ده ووئيل ??ه مونږ هڅې وكړې نو پاكستان د نړۍ 25 اعلی معيشتونو كښې شاملېدو څخه څوك منع كولې نه شي۔
د پاكستان ترقي ټی ټونټی نه ټېسټ مېچ دے۔ د اكنامك قام په حېث مونږ اقتصادي لانګ مارچ ته اړتيا لرو۔ 20 پېړۍ د سياسي نظرياتو او 21 مه د اقتصادي نظرياتو ده۔ پروفېسر احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری