حوېليا 04 مئي ﴿اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف د هزاره موټروے د جوړېدونكې برخې دوره وكړه او په دې ئې د روان معياري كار معائنه وكړه۔ د زيارت په ورځ د برهان څخه تر حوېليا د اي 35 منصوبې معائنې څخه وروستو وزيراعظم ته په دې منصوبه د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم نواز شريف ته ووئيل شو چې 59 كلوميټر اوږد اي 35 شپږ لارې موټروے د جوړېدو په پړاؤنو كښې ده٬په منصوبه د كار زياتولو له اي 35 موټروے په دريو برخو كښې تقسيم كړې شوې۔اولنۍ برخه برهان نه تر جهاري كس 20.4 كلوميټر اوږده ده او سېكشن ټو جهاري كس نه تر سرائے صالح 19.2 كلوميټر ده او درېم سېكشن سرائے صالح نه تر حوېلياں 19.4 كلوميټړ اوږده ده۔دا منصوبه د پاك چين اقتصادي راهدارۍ مهمه برخه ده چې ورسره به د ځايې ودانۍ په ژوند كښې لويې بدلون رامخې ته شي۔د دې جوړېدو سره به د برهان او حوېلياں ترمينځه مسافت د 30 دقيقو شي۔دا خبره دې ښكاره وي چې وزيراعظم نواز شريف په نومبر 2014 كښې د هزاره موټروے بنياد اېښودلې وو پھ دې منصوبه لګښت 30 ارب څخه زيات دې۔دا منصوبه به د روان كال تر دسمبر مياشتې پاې ته ورسي۔په دې منصوبه كښې د آسيائي پرمختيائي بانك مرسته هم ترلاسه ده۔پھ دې موقع د اېن اېچ اے چيئرمېن شاهد اشرف تارړ وزيراعظم ته په ټول هېواد كښې د روانو قامي سترو لارو په جوړېدو د پېشرفت په اړه بريفنګ وركرو۔په دې مهال د قامي اسمبلۍ غړې كېپټڼ(ر)محمد صفدر٬د متروكه وقف املاك بورډ چيئرمېن صديق الفاروق او نور هم موجود وو
د وزيراعظم محمد نواز شريف د هزاره موټروے د جوړېدونكې برخې دوره٬ وزيراعظم د تعميري كار معائنه وكړه
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز