اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د ترهه ګرۍ خاتمې له د پاك امريكې مرسته مهمه ده٬ ترهه ګري كه په هر صورت كښې وي پاكستان ئې تل غندنه كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر ممنون حسېن د زيارت په ورځ امريكې لپاره نومولي شوي د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري په ايوان صدر كښې د ملاقات پ مهال كړې۔ اولس مشر امريكې لپاره د سفير په ټاكل كېدو اعزاز احمد چوهدري ته مباركي وركړه۔ اولس مشر د دې اميد څرګندونه وكړه چې د ھغه په دور كښې به د دواړو هېوادونو اړيكې لا استحكام ومومي ۔ اولس مشر ووئيل امريكې سره د پاكستان اړيكې ډېرې مهمې دي ۔ اولس مشر ووئيل چې ھغه دې د پاكستان روښانه تشخص رامخې ته كولو له خپلې تجربې په كار راولي او د امريكې سرمايه كار دې پاكستان كښې سرمايه كارۍ كولو ته راغب كړي۔ بهرني سرمايه كار پاكستان كښې د سرمايه كارۍ زياتو موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔ ده ووئيل نړۍ په تندۍ سره بدلېږي كومو څخه چې ګټه پورته كولو له د نړۍ د پېښو معروضي تجزيه كولو سره د هېواد او قام په مفاد كښې پرېكړې به كول وي په دې لړ كښې د سفارتي مشنز ذمه واري غېر معمولي ده ۔ ده ووئيل پاكستان تل د منطقې امن او سلامتيا ته وده وركړې او پاكستان د خپلې ذمه وارۍ نه ښه خبر دے۔ ده ووئيل پاكستان د ډېرې مودې راهسې ترهه ګرۍ سره مخ دے او ډېرې قربانۍ ئې وركړې دي۔ اولس مشر ووئيل د ” ردالفساد” عملياتو په صورت كښې ټول هېواد كښې د ترهه ګرو په ضد د فرق نه غېر كاروائۍ روانې دي او تر ډېره حده په دې قابو موندلې شوې۔ ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ خاتمې له لوظي دے او په دې لړ كښې د ترهه ګرو او د ھغوي د سهولت كار و په ضد كاروائۍ روانې دي۔ اولس مشر ووئيل د پاك امريكې د پارلمانونو د اعلٰی كچ پلاويو تګ راتګ او اولسي رابطو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د معاشي ، توان، تجارت، صحت، دفاع او د ترهه ګرۍ په ضد د كاروائيو پشمول ټولو څانګو كښې امريكا د پاكستان مهم اتحادي دے٬ پاكستان په ټولو څانګو كښې امريكې سره د اړيكو خواهش لري۔
د ترهه ګرۍ خاتمې له د پاك امريكې مرسته مهمه ده
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش