نیویارك 20 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 77مې غونډې په مهال د ناروے خپل همڅنګ اېنیکن هیوئټ فیلډ سره د نهې په ورځ وليدل۔ په دې موقع خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ووئيل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې دې د جمو كشمير شخړه په سوله ايز ډول هواره كړې شي٬ د سېلاب د تباهۍ مخنيوي لپاره د ناروے د مرستې ستائنه كوٶ۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او يورپين فري ټرېډ اېسوسي اېشن (اي اېف ټي اے) ترمېنځه د آزادانه تجارتي لوظنامې (اېف ټي اے) زر تر زره د بشپړولو په اهميت زور راوړې شو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه او د تجارت٬ سرمايه كارۍ ٬ پرمختګ او په نورو څانګو كښې مرسته لا قوي كولو او متنوع كولو لپاره د ګډې هلو ځلو په جاري ساتلو سلا يوه وشوه۔ د افغانستان په اړه بلاول په افغانستان كښې تل پاتي امن او استحكام لپاره د پاكستان د ملاتړ پخلې وكړو او افغان اولس ته د رامخې ته ستونزو مخنيوي لپاره ئې د افغان لنډمهاله حكومت سره د نړيوالې ورورولۍ د پرله پسې شموليت په اړتيا زو راوړو۔ په دې موقع د ناروے خارجه وزير افغانستان څخه د انخلاء په عمل كښې د پاكستان لخوا د آسانيو باوري كولو ستائنه وكړه۔ دواړه خارجه وزيران د شريكې خوښې په څانګو كښې مرسته مخ په وړاندې بوتللو لپاره نزدې رابطه ساتلو ته هم سلا شؤ۔
خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د ناروے خپل همڅنګ سره وليدل
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز